د سمنګان لوړو زده کړو مؤسسی د علمي کادر بستونو خبرتیا !
Closing Date
سمنګان لوړو زده کړو مؤسسی لومړي ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسترۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د ښوونې او روزنې پوهنځی؛
• تاریخ ډیپارټمنټ (۱) بست.
کرنې پوهنځی؛
• اګرانومي ډیپارټمنټ (۱) بست .
د اقتصاد پوهنځی؛
• اداره او تجارت ډیپارټمنټ (۱) بست .
• مالي او بانکي ډیپارټمنټ (۱) بست .
داوطلبان کولای شي، چې د ۱۲/۲/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۱۲/۳/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.