د سمنګان لوړو زده کړو مؤسسی د علمي کادر بستونو خبرتیا  !

ameen_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۵:۰
ldksklflksdlkf

Closing Date


سمنګان لوړو زده کړو مؤسسی د دویم ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسترۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.

د کانونو او جیولوجي پوهنځی؛
•     کانونو اکتشاف انجنیري ډیپارټمنټ (۲) بسته . 
•     کانونو استخراج ډیپارټمنټ (۱) بست . 

د اقتصاد پوهنځی؛
•      اداره او تجارت ډیپارټمنټ (۱) بست . 

داوطلبان کولای شي، چې د  ۱۲/۲/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۲۵/۲/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.