د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا!

ameen_admin
أحد, أغسطس 04 2024 4:16 صباحا
hfhghghhg

Closing Date


کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د لومړي ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا اویا ماسترۍ په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د اروا پوهنې پوهنځی؛
•    د  مشاوره او رهنمايي   دیپارټمنټ  (۱) بست. 
د طبیعي علومو پوهنځی؛
•    د  بیولوژي  دیپارټمنټ (۱) بست. 

داوطلبان کولای شي، چې د ۱۳/۵/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۱۳/۶/۱۴۰۳هـ.ش نېټې پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.