د لوړو زده کړو سرپرست وزیر زابل ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې په میرویس خان نیکه زابل لوړو زده کړو مؤسسه کې یوې سترې غونډې ته وینا وکړه

naser_admin
أربعاء, نوفمبر 20 2024 2:10 صباحا
Etyikplmbvfdd

 

په دغه غونډه کې د زابل ولایت والي، مرستيال والي، د علماوو شورا ریس د یاد ولایت د جهادي مدرسې مهتمم، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریس او د یاد تحصیلی نهاد مسؤولینو سربېره ګڼ شمېر استادانو او محصلینو ګډون کړی و. 

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د محصل پر ارزښت او مقام، د اسلامي نظام او ټولنې پر وړاندې د محصل مسؤلیتونو، د علم او تحصیل پر ارزښت او اهمیت او د دیني او عصري علومو پر ارزښت خبرې وکړې، هغه ټولو ګډونوالو، په ځانګړي ډول محصلینو ته په خطاب کې وویل چې په خپل ورځني ژوند کې اسلامي شریعت تطبیق کړي، څو په دنیا او آخرت کې نجات او کاميابي تر لاسه کړي.

 

هغه همدا راز د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرامینو په اطاعت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ا.ا.ا مشرتابه د لوړو زده کړو په برخه کې ټولې اړینې اسانتیاوې او امکانات برابر کړي او د تحصیلي بنسټونو په پیاوړتیا کې یې ټول وړاندیزونه منظور کړي دي. 

 

د یادونې وړ ده چې په دغه غونډه کې محترم مرستیال والي صاحب د جهادي مدرسې مهتمم او د علماوو شورا ریس صاحب مهمې ویناوې وړاندې کړې.

 

نېټه: سه شنبه

۱۷ جمادی الااول ۱۴۴۶ هــ.ق

۲۹ عقرب ۱۴۰۳ هــ.ش

۱۹ نومبر ۲۰۲۴مه

Latest news

ثلاثاء, مايو 27 2025 6:19 صباحا
Background image

ألقى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابًا في جامعة هرات أمام الأساتذة والمسؤولين والطلاب في اجتماع كبير

 

ألقى معالي وزير التعليم العالي شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم  خلال زيارته الرسمية لولاية هرات كلمةً حول قيمة العلم في اجتماع كبير ضم نائب رئيس مجلس علماء هرات، ورٸيس استخبارات. . .

اثنين, مايو 12 2025 4:57 صباحا
Background image

تخرّج ۱۱۰ طبيبًا من كلية الطب بجامعة كابل للعلوم الطبية، وتم تقديمهم لخدمة المجتمع.

 

في حفل التخريج الذي أُقيم بهذه المناسبة في جامعة كابول للعلوم الطبية، شارك وزير التعليم العالي، و وزير الصحة، ونائب وزير التعليم العالي لشؤون الطلاب، وقيادة جامعة كابل للعلوم الطبية،. . .

ثلاثاء, أبريل 22 2025 11:17 صباحا
Background image

انطلق المؤتمر الوطني للثقافة الإسلامية بحضور زعيم الإمارة الإسلامية، أمير المؤمنين (حفظه الله ورعاه)، حيث جدد حوالي ألفي مشارك في المؤتمر بيعتهم له.

تحت إشراف وزارة التعليم العالي، ومن قبل جامعة ننغرهار، انعقد في جامعة قندهار «المؤتمر الوطني لمدة أربعة أيام حول تدريس، أهمية، وتأثير مواد الثقافة الإسلامية»، وقد شارك في هذا المؤتمر. . .

BACK TO NEWS