مالي او اداري معین د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، پیل شویو پروژو څخه لیدنه وکړه

naser_admin
أربعاء, ديسمبر 18 2024 3:44 مساء
Schjjngffvjkk

 

په کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د داخلي سړکونو جوړولو، د فامیلیانو او پوهنتون ترمنځ د دیوال جوړولو او د تجربوي بلاکونو د ترمیم بېلابېلو پروژو چارې روانې دي، چې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب ترې له نږدې لیدنه وکړه.

 

د یادو پروژو څخه د لیدنې پرمهال محترم مالي او اداري معین د پوهنتون له رهبرۍ مننه وکړه، چې د هېواد بچیانو لپاره خدمت کوي. هغه دغه راز زیاته کړه، چې د هېواد آبادول زموږ او ستاسو مسؤلیت دی او باید کوښښ وکړو چې په ګده سره هېواد آباد او په هره برخه کې چې مسؤلیت راته سپارل شوی، په سمه توګه یې مخته یوسو.

 

په ورته وخت کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا هاشمي د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین او ورغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د یادو پروژو په اړه معلومات ورکړل.

نېټه: چهارشنبه

۱۴۴۶هـ.ق د جمادي الاخرة ۱۶مه

۱۴۰۳هـ.ش د لیندۍ ۲۸ مه

۲۰۲۴ م د ډسمبر ۱۸ مه

Latest news

أحد, يوليو 27 2025 10:54 صباحا
Background image

قدّم معالي وزير التعليم العالي توجيهات لازمة لرؤساء الرئاسات المركزية ومسؤولي الجامعات الحکومیة وذلک بهدف تعزيز وتقوية النظام التعليمي في البلاد

 

قدّم معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم، في قاعة مجلس قيادة الوزارة، توجيهات وتوصيات مهمة حول تعزيز النظام التعليمي في البلاد وإجراء الإصلاحات اللازمة في. . .

ثلاثاء, يوليو 15 2025 2:37 مساء
Background image

انعقدت جلسة لجنة الجامعات و المؤسسات الأهلیة بوزارة التعلیم العالي

 

خلال هذه الجلسة، تحدث شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، وزیر التعلیم العالي حول نظام التعلیم العالي في المجالات المختلفة، وأکد أن إرساء النظام والتنسیق في قطاع التعلیم العالي یُعد من. . .

BACK TO NEWS