د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

naser_admin
ثلاثاء, يونيو 03 2025 3:44 مساء
Wsxdghjlpln

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د دې پوهنتون علمي شورا ناسته کې ګډون وکړ او د یاد پوهنتون د مېلمستون پرانیسته یې هم وکړه.

 

په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، د محصلینو او ټولنې پر وړاندې د مسوولینو او استادانو مسوولیتونو ته په اشارې سره وویل، چې د لوړو زده کړو وزارت هر هغه نظر او وړاندیز ته لبیک وایي، چې د هېواد د تحصیلي سیسټم پیاوړتیا او پرمختګ ته زمینه برابروي.

 

هغه زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت اوس په هره برخه کې د پرمختګ او پراختیا لپاره زمینه برابره کړې ده او له دې فرصت څخه باید په بشپړه توګه ګټه پورته شي.

محترم شیخ صاحب استادانو ته په خطاب کې وویل: « د هېواد د تحصیلي نظام د پرمختګ او پیاوړتیا اساسي مسوولیت ستاسو استادانو پر غاړه دی او په دې برخه کې ا.ا.ا له تاسو څخه هر اړخیز ملاتړ کوي».

 

د لوړو زده‌ کړو سرپرست وزیر همدارنګه د مسوولیتونو او د اسلامي نظام د امیر د اطاعت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې هر څوک د امیر د استازي په توګه په خپلو اړوندو برخو کې ځانګړي مسوولیتونه لري؛ زما غوښتنه له تاسو څخه دا ده چې د تحصیلي نظام، په ځانګړي ډول د طبابت سکتور د پیاوړتیا او پراختیا لپاره خپل رول په ښه توګه ترسره کړئ.

 

وروسته د کابل طبي علومو پوهنتون رییس شيخ الحديث مفتي احسان الله ابوالفيضان او د علمي شورا غړو په یاده شورا کې د لوړو زده ‌کړو محترم‎ سرپرست وزیر له حضور او ګډون څخه مننه وکړه او د دې پوهنتون د لا پیاوړتیا په موخه یې له نوموړي څخه د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه، چې په دې اړه د محترم سرپرست وزیر له لوري ډاډ ورکړل شو.

 

د یادونې وړ ده چې د لوړو زده‌ کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون مېلمستون، چې د کورنیو او بهرنیو مېلمنو د هر کلي لپاره چمتو شوی، پرانیست.

نېټه: سه شنبه

۱۴۴۶ هـ.ق د ذوالحجه ۶ مه

۱۴۰۴ هـ.ش د غبرګولي۱۳ مه

۲۰۲۵ م د جون ۳ مه

Latest news

أحد, يوليو 27 2025 10:54 صباحا
Background image

قدّم معالي وزير التعليم العالي توجيهات لازمة لرؤساء الرئاسات المركزية ومسؤولي الجامعات الحکومیة وذلک بهدف تعزيز وتقوية النظام التعليمي في البلاد

 

قدّم معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم، في قاعة مجلس قيادة الوزارة، توجيهات وتوصيات مهمة حول تعزيز النظام التعليمي في البلاد وإجراء الإصلاحات اللازمة في. . .

ثلاثاء, يوليو 15 2025 2:37 مساء
Background image

انعقدت جلسة لجنة الجامعات و المؤسسات الأهلیة بوزارة التعلیم العالي

 

خلال هذه الجلسة، تحدث شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، وزیر التعلیم العالي حول نظام التعلیم العالي في المجالات المختلفة، وأکد أن إرساء النظام والتنسیق في قطاع التعلیم العالي یُعد من. . .

BACK TO NEWS