د هلمند پوهنتون د تهیه او تدارکاتو آمریت خبرتیا!

د هلمند پوهنتون ریاست د ساتني او خوندیتوب پروژه د لمړي ځل داوطلبی لپاره اعلانوي، ټول په شرايطو برابر شرکتونه، چي د داوطلبۍ په پروسه کي د برخه اخیستلو لپاره لیوالتیا لري، کولای سي چي د ۱۸/۴/۱۴۰۴ نېټې څخه بیا تر ۸/۵/۱۴۰۴لمریزي نېټې پوري خپل درخواست پاڼي د هلمند پوهنتون د تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت ته د (۲۳۱۰۰۰) دوه سوه یو دیرش زره افغانیو سره چي د آفر تضمین دی، په مقابل کي وسپاري او شرط پاڼه دي ترلاسه کړي.
د یادوني وړ ده، چي په ۹/۵/۱۴۰۴ لمریزي نېټې چي د پنج شنبې ورځي سره سمون لري، داوطلبي په هلمند پوهنتون کي ترسره کیږي.