د لوړو زده کړو او اقتصاد وزارتونو او د هندوستان هیواد د سفارت تر منځ د ۱.۷ میلیونو ډالرو په ارزښت د دوو پروژو قرارداد امضاء شو

Azizorayakhel.admin
ثلاثاء, يوليو 07 2020 5:21 صباحا
s

د لوړو زده کړو او اقتصاد وزارتونو او په کابل کې د دوست هیواد هندوستان سفارت تر منځ د ۱.۷ میلیونو ډالرو په ارزښت د دوو پروژو قرارداد چې د هندوستان له لورې تمویلیږي، امضاء شو.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په هغې خبرې ناسته کې چې نن ورځ د حکومت د رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه، د افغانستان د تحصیلي بنسټونو د ظرفیت لوړولو له امله د هندوستان هیواد له مرستو څخه مننه وکړه؛ دغه مرستې یې د هیواد د لوړو زده کړو سکتور د پراختیایې پروژو په تطبیق کې موثرې وبللې.

هغه وویل: دغه پروژې چې د فراه لوړو زده کړو موسسې د تدریسې تعمیر او د کاپیسا ولایت د البیروني پوهنتون دننه سرکونو جوړولو ته شاملې دي؛ د دوست هیواد هندوستان ۲۹ ساختماني پروژې دي چې سربېره پر دې لوړو زده کړو وزارت ته ځانګړې شوې دې.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په وینا دا مهال په هیواد کې د لوړو زده کړو ۲۹ دولتي بنسټونه فعالیت لري او دغه بنسټونه یو لړ انکشافي او پراختیایې پروګرامونه ایجابوي چې ددغو پروګرامونو تطبیق د هیواد ستونزو ته په کتو سره د مرسته کوونکو هیوادونو له مرستو څخه پرته بله چاره نلري.

په دغه خبرې ناسته کې د اقتصاد وزیر مصطفی مستور د هغو پروژو په هکله چې د هندوستان هیواد له لورې په افغانستان کې تمویل شوي دې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه کابل میشت د هندوستان سفیر ویني کُمار؛ د افغانستان له خلکو او دولت سره ددغه هیواد د مرستو په دوام ټینګار وکړ او ویې ویل چې متبوع هیواد به يې له هغو پروژو څخه ملاتړ وکړي چې د افغانستان د عادي خلکو په ژوند مستقیم تاثیرات ولري.

د یادونې وړ ده چې تر دې مهاله له ټولو ۲۹ پروژو څخه چې په مجموعي ارزښت له ۱۴ میلیونه ډالرو زیات په دریو مرحلو کې د هندوستان هیواد له ۱۲۰ میلیونه ډالري مرستو څخه چې لوړو زده کړو وزارت ته ځانګړي شوې دې؛ ۱۷ پروژې یې بشپړې، ۱۰ پروژو باندې کار جریان لري، یوه پروژه د تدارکاتو په پروسس کې، یوه پروژه فسخ او دوه پروژې نژدې د ۱.۷ میلیونه ډالرو په ارزښت نوې منظورې شوې دي.

Latest news

أربعاء, فبراير 19 2025 7:48 صباحا
Background image

التقى وزير التعليم العالي في مكتبه بالمبعوث الخاص لمنظمة التعاون الإسلامي لأفغانستان 

التقى وزير التعليم العالي شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، بالمبعوث الخاص لمنظمة التعاون الإسلامي لأفغانستان طارق علي بخيت والوفد المرافق له. 

رحب معالي الوزير بالسيد طارق علي بخيت،. . .

BACK TO NEWS