د لوړو زده کړو وزارت د استادانو د تقرر او علمي ترفیعاتو نوي رئیس رسما خپله دنده پېل کړه

Azizorayakhel.admin
أحد, يوليو 12 2020 9:55 صباحا
ش

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د استادانو د تقرر او علمي ترفیعاتو نوي رئیس پوهندوی دوکتور غلام رحیم اواب د معرفي په ترڅ کې وویل: دوکتور اواب د هیواد له تکړه او مجربو کادرونو څخه دی چې د هیواد د لوړو زده کړو په ډګر په ځانګړي ډول ننګرهار پوهنتون کې یې ارزښتمن خدمتونو سرته رسولي دي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر هیله وښوده، چې د استادانو د تقرر او علمي ترفیعاتو د رئیس په توګه د استاد اواب له تجربو څخه به لویه ګټه پورته کړای شي.

وروسته د استادانو د تقرر او علمي ترفیعاتو نوي رئیس پوهندوی غلام رحیم اواب د جمهوري ریاست د مقام او لوړو زده کړو وزارت څخه پر ده باندې د باور کولو له امله مننه وکړه او ژمنه یې وښوده، چې استادانو ته د خدماتو وړاندې کولو په لارو چارو او د لوړو زده کړو وزارت د پروګرامونو په تطبیقولو کې به خپل وظيفوي مسوولیت په ښه توګه سر ته ورسوي.

پوهندوی دوکتور غلام رحیم اواب د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي د وقایوي طب ډيپارټمنټ علمي کادري غړی دی او خپلې زده کړې یې د فوق Ph.D تر کچې له هیواده بهر بشپړې کړې دي.

دوکتور غلام رحیم اواب د افغانستان خلکو او روغتیایي سيستم ته د دوه نیمو لسیزو اکاډمیک او مسلکي خدمت په اوږدو کې په ملي او نړیوالو ډګرونو کې د مسلکي کادرونو په روزنه، ظرفیت جوړونه، اداره، مدیریت او رهبرۍ، سیسټم جوړونه، کاري تفاهم او مشارکت او د منابعو را ټولونه او نورو مدیریتي ارزښتونو کې زیاتې تجربې په خپله کاري مخینه کې ثبت کړې دي. نوموړي له ۱۵ زیاتې څيړنيزې مقالې په نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې او همدارنګه يې ګڼ شمیر څيړنيزې، علمي او فرهنګي مقالې په ملي مجلو او ژورنالونو کې خپرې کړې دي او همدارنګه یې له ۵۰ څخه په زیاتو ملي او نړيوالو کنفرانسونو کې ګډون کړی دی.

Latest news

أحد, يوليو 27 2025 10:54 صباحا
Background image

قدّم معالي وزير التعليم العالي توجيهات لازمة لرؤساء الرئاسات المركزية ومسؤولي الجامعات الحکومیة وذلک بهدف تعزيز وتقوية النظام التعليمي في البلاد

 

قدّم معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم، في قاعة مجلس قيادة الوزارة، توجيهات وتوصيات مهمة حول تعزيز النظام التعليمي في البلاد وإجراء الإصلاحات اللازمة في. . .

ثلاثاء, يوليو 15 2025 2:37 مساء
Background image

انعقدت جلسة لجنة الجامعات و المؤسسات الأهلیة بوزارة التعلیم العالي

 

خلال هذه الجلسة، تحدث شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، وزیر التعلیم العالي حول نظام التعلیم العالي في المجالات المختلفة، وأکد أن إرساء النظام والتنسیق في قطاع التعلیم العالي یُعد من. . .

BACK TO NEWS