پوهنتونونو کې په دري او پښتو ژبو د علمي برنامو د بیاکتنې لارښود توزیع کیږي

Azizorayakhel.admin
أحد, سبتمبر 20 2020 12:42 مساء
ش

ټاکل شوې د علمي پروګرامونو د بیاکتنې لارښود سند (د علمي پروګرامونو د دوره يي بیاکتنې او د کلنۍ څارنې لارښود) چې د تېرو دريو کلونو په اوږدو کې د کيفيت د تضمين او اعتبار ورکولو ریاست، د علمي پروګرامونو پراختیا ریاست او د دولتي پوهنتونونو او یو شمېر خصوصي تحصیلي مؤسسو د علمي معاونينو د پرلپسې هڅو په پايله کې او د انګلېستان د لېسټر پوهنتون په تخنيکي همکارۍ او په کابل کې د برېټش کونسل د دفتر په مالي ملاتړ بشپړ شوی دی؛ له چاپ وروسته به لوړو زده کړو موسسو ته په دري او پښتو ژبو د پلي کېدو له پاره ووېشل شي.

په همدې موخه، پوهنمل عبدالتواب بالاکرزی د لوړو زده کړو علمي معین په داسې حال کې چې د اعتبار ورکولو او کيفيت د تضمين رييس دوکتور پوهندوی محمد نعيم عظيمي او د بيرون مرزي اسنادو د ارزونې رييس پوهاند حاجي محمد نعيمي هم حضور درلود په همدې ناسته کې مېرمن ګل غوټۍ واعظي په افغانستان کې د بريتش کونسل د علمي پروګرامونو مسووله د علمي دورو د تکرار د لارښود د چاپ او توزيع په اړه د لوړو زده کړو موسسو له پاره د بريتش کونسل په مالي مرستې سره د چاپ او توزيع له پاره خبرې وکړې.

د یادونې وړده، چې یاد لارښود به له چاپ وروسته د منظمو ورکشاپونو په دايرولو سره د هېواد په اوو زونونو کې د لوړو زده کړو موسسو ته د پلي کولو په برخه کې پوهاوی ورکړل شي.

لکه څرنګه چې د لوړو زده کړو وزارت د بريتش کونسل د شريکانو په توګه د لوړو زده کړو په برخه په وروستيو کلونو کې ګډې ليدونکې لاسته راوړنې خپلې اکادميکې ټولنې ته وړاندې کړې وي، په دې غونډه کې د دواړو لوريو په پراخه همکاريو سره د اړتیا وړ برخو کې د لوړو زده کړو سکتور د لا پياوړتیا په منظور خبرې وشوې

Latest news

أحد, أغسطس 17 2025 10:15 صباحا
Background image

شارك وزير التعليم العالي في حفل تخرّج ۶۲۰ طالبًا من جامعة باميان، حيث قام بافتتاح عدد من المشاريع في الجامعة ذاتها.

خلال زيارته الرسمية إلى ولاية باميان، شارك شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، وزير التعليم العالي، في مراسم تخرّج طلبة جامعة باميان. وخاطب الخريجين قائلا: عليكم أن تكتسبوا التخصص في. . .

أحد, يوليو 27 2025 10:54 صباحا
Background image

قدّم معالي وزير التعليم العالي توجيهات لازمة لرؤساء الرئاسات المركزية ومسؤولي الجامعات الحکومیة وذلک بهدف تعزيز وتقوية النظام التعليمي في البلاد

 

قدّم معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم، في قاعة مجلس قيادة الوزارة، توجيهات وتوصيات مهمة حول تعزيز النظام التعليمي في البلاد وإجراء الإصلاحات اللازمة في. . .

ثلاثاء, يوليو 15 2025 2:37 مساء
Background image

انعقدت جلسة لجنة الجامعات و المؤسسات الأهلیة بوزارة التعلیم العالي

 

خلال هذه الجلسة، تحدث شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، وزیر التعلیم العالي حول نظام التعلیم العالي في المجالات المختلفة، وأکد أن إرساء النظام والتنسیق في قطاع التعلیم العالي یُعد من. . .

BACK TO NEWS