د لوړو زده کړو وزارت د ژمنو د پلي کولو په موخه د راپور ورکولو غونډه

Akmal_admin
خميس, أكتوبر 15 2020 4:27 صباحا
MOHE

د لوړو زده کړو وزارت د ژمنو د پلي کولو په موخه د راپور ورکولو غونډه چې د افغانستان د پرانيستې حکومتولۍ د دويم پروګرام (OGP) له پاره وه، نن د اداري او مالي معين په رياست سره جوړه شوه.

د لوړو زده کړو علمي معين نور احمد دروېش وویل، د افغانستان د پرانيستې حکومتولۍ د دويم پروګرام پر بنسټ ټاکل شوې ده چې د اکاډميکو څېرو، څېړونکو، د مدني ټولنې غړو، نړيوالو متخصصينو او د عامه او خصوصي سکتور استازو په ګډون به د هېواد د کار له بازار سره سم د ۳۰ تحصيلي نصابونو بيا کتنه د ۲۰۲۱م کال د جون تر پايه بشپړه شي.

د نوموړي په وينا له يادو ۳۰ نصابونو څخه تر اوسه پورې ۶ بشپړ شوي دي او پر ۱۴ نورو کار روان دی.

اداري او مالي معين همدا راز د يادو ژمنو د پلي کولو په موخه د اړوندو ادارو پر اړيکو او ډېرې همکارۍ ټينګار وکړ او د کاري بهير د چټکتيا په اړه يې لازمې لارښوونې ورته وکړې.

د پرانيستې دولتدارۍ د مشارکت سازمان (OGP) يو نړيوال سازمان دی چې د ښاريانو د مدني ګډون او د پرانيستې حکومتولۍ په پياوړتيا او د حکومت د کړنو د لوړتيا په برخه کې ځواب ويونکی او اغېز ښندونکی فعاليت وکړي. افغانستان هم د دې سازمان غړيتوب اخيستی او د روڼتيا د فرهنګ د ترويج، د اداري فساد پر وړاندې مبارزه او د حکومت په پروسه کې د خلکو ګډون او يا هم په هېواد کې د نوې تکنالوژي په کارولو سره کار کوي.

Latest news

ثلاثاء, مايو 27 2025 6:19 صباحا
Background image

ألقى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابًا في جامعة هرات أمام الأساتذة والمسؤولين والطلاب في اجتماع كبير

 

ألقى معالي وزير التعليم العالي شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم  خلال زيارته الرسمية لولاية هرات كلمةً حول قيمة العلم في اجتماع كبير ضم نائب رئيس مجلس علماء هرات، ورٸيس استخبارات. . .

اثنين, مايو 12 2025 4:57 صباحا
Background image

تخرّج ۱۱۰ طبيبًا من كلية الطب بجامعة كابل للعلوم الطبية، وتم تقديمهم لخدمة المجتمع.

 

في حفل التخريج الذي أُقيم بهذه المناسبة في جامعة كابول للعلوم الطبية، شارك وزير التعليم العالي، و وزير الصحة، ونائب وزير التعليم العالي لشؤون الطلاب، وقيادة جامعة كابل للعلوم الطبية،. . .

BACK TO NEWS