د لوړو زده کړو نوماند سرپرست وزير د خوست ولايت د شيخ زايد پوهنتون له رييس او رهبري ډلې سره ولیدل

د لوړو زده کړو نوماند سرپرست وزير دوکتور عباس بصير د خوست ولايت د شيخ زايد پوهنتون له رييس او رهبري ډلې سره د ياد پوهنتون د وضعيت د ښه والي په اړه خبرې وکړې او نظرونه يې تبادله کړل.
په دې ليدنه کې لومړی د شيخ زايد پوهنتون رييس پوهنمل حسين ګل اريوبي او د دې پوهنتون د علمي کادر ځينو غړيو د پوهنتون د کړنو په اړه راپور وړاندې کړ او زياته يې کړه چې په دې پوهنتون کې د ۸ميلون ډالرو په شاوخوا کې طبي تجهيزات چې د متحده عربي اماراتو د خليفه له بنسټ څخه مرسته شوي موجود دي چې د برېښنا او وړ ځای د نشتوالي له کبله تر اوسه کار ترې اخيستل شوی نه دی.
نوموړي د خوست پوهنتون د اړتیاوو د تشريح تر څنګ، د دريو نورو پروژو په اړه چې د انګړ دېوال، اداري ودانۍ او تدريسي بلاک دی یادونه وکړه چې بايد د لوړو زده کړو وزارت د راتلونکي کال په تدارکاتي بوديجه کې ونيول شي.
د لوړو زده کړو نوماند سرپرست وزير د شيخ زايد پوهنتون د خنډونو او راپور له اورېدو وروسته خپل کاري پروګامونه تشرېح کړل او له پوهنتونونو ملاتړ يې خپل کاري لومړيتوب وباله.
نوموړي زياته کړه د ۸ ميليون ډالرو طبي تجهیزات د نوموړي پوهنتون د اړتیاوو د اواري او وړتیا لوړاوي له پاره يو ښه فرصت دی چې د لوړو زده کړو وزارت رهبري له دې تجهيزاتو څخه د کار اخيستو او خنډونو د رفعه کولو له پاره جدي هڅه کوي.
دوکتور عباس بصیر د دې وزارت د نويو پروګرامونو او کړنو په اړه وويل چې د جوړېدونکې منځپانګې په اډانه کې د خصوصي او دولتي علمي بنسټونو پراختيا او د کيفيت او کميت لوړاوی د لوړو زده کړو وزارت له مهمو هدفونو څخه دي. نوموړي زياته کړه، هڅه کوي چې علمي ارګانونه د پوهې د توليدوونکو مرکزونو او په ټولنه کې د مثبت تحول او بدلون په توګه وي او د نظر ورکوونکي او پاليسي جوړوونکي ارګانونو په توګه په ټولنه کې د اجتماعي، اقتصادي او پراختيايي اسانتياوو له پاره کار وکړي.