پکتیا پوهنتون کې د کابل پوهنتون باندې د وروستي برید شهیدانو روح ته د قرآنکریم ختم او سولییز لاریون تر سره شو.

baqir_admin
أحد, نوفمبر 08 2020 1:43 مساء
ل

 

په یادو مراسمو کې د پکتیا والي ښاغلي محمد حلیم فدایي، د پکتیا ولایت ولایتي شورا رییس عبدالمالک مجاهد، د پوهنتون رییس پوهندوی دوکتور سید ولي جلالزي، د علماوو شورا رییس، د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، د ولایتي شورا یو شمیر وکیلانو، د بېلابیلو ولسوالیو ولسوالانو، قومي مشرانو، د بېلابیلو ادارو منسوبینو، د پکتیا پوهنتون استادانو او په زرګونه محصلینو ګډون درلود.

د پکتیا پوهنتون رییس پوهندوی دوکتور سید ولي جلالزي په خپلو خبرو کې دا ډول بریدونه، چې په تعلیمي او علمي مراکزو تر سره کیږي، یو لوی او نه بښونکی جنایت یاد کړ. ورپسې د علماوو شورا رییس، د ولایتي شورا رییس او د یو تن د محصلانو په استازیتوب خبرې وکړې. دوی پر کابل پوهنتون وروستۍ وحشیانه پېښه په کلکه وغندله او دا یې یو غیر اسلامي او انساني کړنه یاده کړه.

د یادو مراسمو ګډونوالو لخوا یو پریکړه لیک صادر شو، چې د ژبو ادبیاتو پوهنځي رییس بصیر احمد یاد لخوا ولوستل شو.

Latest news

أحد, يوليو 27 2025 10:54 صباحا
Background image

قدّم معالي وزير التعليم العالي توجيهات لازمة لرؤساء الرئاسات المركزية ومسؤولي الجامعات الحکومیة وذلک بهدف تعزيز وتقوية النظام التعليمي في البلاد

 

قدّم معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم، في قاعة مجلس قيادة الوزارة، توجيهات وتوصيات مهمة حول تعزيز النظام التعليمي في البلاد وإجراء الإصلاحات اللازمة في. . .

ثلاثاء, يوليو 15 2025 2:37 مساء
Background image

انعقدت جلسة لجنة الجامعات و المؤسسات الأهلیة بوزارة التعلیم العالي

 

خلال هذه الجلسة، تحدث شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، وزیر التعلیم العالي حول نظام التعلیم العالي في المجالات المختلفة، وأکد أن إرساء النظام والتنسیق في قطاع التعلیم العالي یُعد من. . .

BACK TO NEWS