په باميان پوهنتون کې د عاطفي درملنې ورکشاپ پای ته ورسې

baqir_admin
اثنين, ديسمبر 07 2020 11:02 صباحا
ا

د اتريش له زیکموند فرويد پوهنتون سره په همغږۍ، د باميانو د پوهنتون د عاطفي درملنې د يوولس ورځني ورکشاپ پای

د «عاطفي درملنې او نېشو د پرېښودو» تر عنوان لاندې يوولس ورځنی ورکشاپ چې په باميانو پوهنتون کې د اتريش هېواد د زيکموند او باميان پوهنتون تر منځ جوړ شوی و، په بريا سره پای ته ورسېد.

د دې ورکشاپ په پای کې د باميان پوهنتون علمي مرستيال ډاکټر محمد ظاهر «فايز» د بامیان پوهنتون د يو شمېر استادانو او محصلينو په حضور د يوه محفل په ترڅ کې، د ډاکټرې کارين سټارک هڅې او زحمتونه چې له المان هېواد يې تشريف راوړی و وستايل. علمي مرستيال زیاته کړه د افغانستان په څېر جګړه ځپلو هېوادونو کې، د عاطفي درملنې برخه مهمه او د ټولنې له اړينو اړتیاوو شمېرل کېږي چې نه يوازې د عاطفي درمنلې په وړاندې بايد په پوهنتونونو، روغتونونو او کلينيکونو کې ډېری کارونه ترسره شي بلکې اړينه ده چې د لوړو زده کړو وزارت دا موضوع د اکاډميکو بنسټونو په درسي کوريکولم کې ځای پر ځای کړي.

مېرمن کارين سټارک د باميانو پوهنتون له محصلينو او استادانو څخه د مننې تر څنګ ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به هم په باميان پوهنتون کې پروګرامونه ولري او د تربيتي علومو او ارواپوهنې له محصلينو سره به علمي کارونه ترسره کړي.

پروګرام مېرمن کارين سټارک ته د باميان پوهنتن د علمي معاونيت او د تربيتي علومو او ارواپوهنې د محصلينو له لوري د ډاليو او محصلينو ته د سرټيفيکيټ په ورکړې سره پای ته ورسېد.

Latest news

ثلاثاء, أبريل 22 2025 11:17 صباحا
Background image

انطلق المؤتمر الوطني للثقافة الإسلامية بحضور زعيم الإمارة الإسلامية، أمير المؤمنين (حفظه الله ورعاه)، حيث جدد حوالي ألفي مشارك في المؤتمر بيعتهم له.

تحت إشراف وزارة التعليم العالي، ومن قبل جامعة ننغرهار، انعقد في جامعة قندهار «المؤتمر الوطني لمدة أربعة أيام حول تدريس، أهمية، وتأثير مواد الثقافة الإسلامية»، وقد شارك في هذا المؤتمر. . .

اثنين, أبريل 14 2025 10:28 صباحا
Background image

القى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابا لموظفي الوزارة حول المرسوم الجديد الصادر بشأن التقاليد غير المناسبة، وكذلك منزلة الأمير

وجه معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، كلمة في القاعة العامة للوزارة إلى رؤساء وأمراء ومديري وموظفي وزارة التعليم العالي، حيث تناول المرسوم الجديد الصادر عن. . .

ثلاثاء, أبريل 08 2025 7:22 صباحا
Background image

تمت الموافقة على تخصيص 90 مليون أفغاني لبناء مبنى سكني للطلاب في مؤسسة بنجشیر للتعليم العالي 

 

بناء على شفقة خاصة من قبل إمارة أفغانستان الإسلامية، تم تخصيص 90 مليون أفغاني في السنة المالية 1404 هـ.ش لبناء مبنى سكني للطلاب في مؤسسة التعليم العالي بولاية بنجشير.

المبنى الجديد. . .

BACK TO NEWS