په شیخ زاید پوهنتون کې د څېړنې بنسټونه او د معلوماتو د تحلیل په تړاو ۶ ورځنی رونیز ورکشاپ پیل شو

د ورکشاپ په پيل کې د شیخ زاید پوهنتون رييس پوهنمل حسین ګل اریوبي ګډونوالو ته د څېړنې او د معلوماتو د تحلیل د ارزښت په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي اریوبي وویل چې د هېواد په پرمختګ او ټولنيز ثبات کې د څېړنې له رول څخه څوک سترګې نشي پټولای، د نړۍ پرمختللي هېوادونه چې څومره نوښتونه کوي یو لامل یې همدا څېړنې او د معلوماتو هر اړخیز تحلیل دی. ښاغلي اریوبي پر ګډونوالو ټینګار وکړ چې له موکې (فرصت) څخه په سيمه کې د خپل هېواد د سيال کولو په موخه ګټه واخلي.
ورپسې د ورکشاپ چمتو کوونکي استاد پوهنیار سید شاه ګل ویاړ د څېړنې له پاره د موضوع پر ټاکنې لنډه رڼا واچوله چې د څېړنې موضوع باید په واقع بینانه توګه وټاکل شي او اخلاقي قضاوتونه پکې شامل نشي. استاد ویاړ زیاته کړه چې د څېړنې موضوع دې محدوده وي او څېړونکي ته يې اړینه ده چې پر موضوع خبر او په اړه یې کافي تجربه ولري.
په ورکشاپ کې د خصوصي لوړو زده کړو موسسو تر څنګ د شیخ زاید پوهنتون له هر پوهنځي څخه دوو تنو ګډون کړی و او یاد ورکشاپ به د دریو تکړه استادانو هر یو پوهنیار استاد سید شاه ګل ویاړ، پوهنیار استاد حکمت الله لنګر او پوهنیار استاد ولي خان منیب له لوري وړاندې شي او تر شپږو ورځو پورې به دوام وکړي.
د یادونې وړ ده چې د شیخ زاید پوهنتون ادارې د خپلو علمي او اداري کارکوونکو د وړتیا لوړولو له پاره وخت ناوخت ورته ډول روزنیز سیمینارونه جوړ کړي دي.