په شیخ زاید پوهنتون کې د څېړنې بنسټونه او د معلوماتو د تحلیل په تړاو ۶ ورځنی رونیز ورکشاپ پیل شو

baqir_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۴ - ۱۲:۴
g

د ورکشاپ په پيل کې د شیخ زاید پوهنتون رييس پوهنمل حسین ګل اریوبي ګډونوالو ته د څېړنې او د معلوماتو د تحلیل د ارزښت په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي اریوبي وویل چې د هېواد په پرمختګ او ټولنيز ثبات کې د څېړنې له رول څخه څوک سترګې نشي پټولای، د نړۍ پرمختللي هېوادونه چې څومره نوښتونه کوي یو لامل یې همدا څېړنې او د معلوماتو هر اړخیز تحلیل دی. ښاغلي اریوبي پر ګډونوالو ټینګار وکړ چې له موکې (فرصت) څخه په سيمه کې د خپل هېواد د سيال کولو په موخه ګټه واخلي.

ورپسې د ورکشاپ چمتو کوونکي استاد پوهنیار سید شاه ګل ویاړ د څېړنې له پاره د موضوع پر ټاکنې لنډه رڼا واچوله چې د څېړنې موضوع باید په واقع بینانه توګه وټاکل شي او اخلاقي قضاوتونه پکې شامل نشي. استاد ویاړ زیاته کړه چې د څېړنې موضوع دې محدوده وي او څېړونکي ته يې اړینه ده چې پر موضوع خبر او په اړه یې کافي تجربه ولري.

په ورکشاپ کې د خصوصي لوړو زده کړو موسسو تر څنګ د شیخ زاید پوهنتون له هر پوهنځي څخه دوو تنو ګډون کړی و او یاد ورکشاپ به د دریو تکړه استادانو هر یو پوهنیار استاد سید شاه ګل ویاړ، پوهنیار استاد حکمت الله لنګر او پوهنیار استاد ولي خان منیب له لوري وړاندې شي او تر شپږو ورځو پورې به دوام وکړي.

د یادونې وړ ده چې د شیخ زاید پوهنتون ادارې د خپلو علمي او اداري کارکوونکو د وړتیا لوړولو له پاره وخت ناوخت ورته ډول روزنیز سیمینارونه جوړ کړي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۷ - ۱۲:۸
Background image

د کمال خان بند د پرانیستنې جشنوارې ته د چمتووالي په موخه غونډه وشوه

د کمال خان بند پرانیستنې جشنوارې ته د تیاري په پار نن د لوړو زده وزارت علمي معین په مشري غونډه وشوه.

په دغه ناسته کې د عدلیې، اطلاعاتو او کلتور، حج او اوقافو، کرنې او مالدارۍ، سوداګرۍ. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۷ - ۱۱:۱۵
Background image

د لوړو زده کړو په څوارلس دولتي بنسټونو کې څوارلس مسلکي روزنیز مرکزونه (PDC) پرانیستل شول

د لوړو زده کړو وزارت د علمي معین لخوا نن د لوړو زده کړو په څوارلس دولتي بنسټونو کې څوارلس مسلکي روزنیز مرکزونه (PDC) پرانیستل شول.

د دغو مرکزونو په پرانیست غونډه کې چې د ولایتونو د. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۷ - ۸:۲
Background image

په البیروني پوهنتون کې د علمي پروګرامونو ارزونه پای ته ورسېده

د (ډیپارټمنټونو) علمي او اکاډمیک پروګرامونه د علمي چارو معاونیت او د کیفیت لوړونې آمریت په مشرۍ د پوهنتون د کیفیت د تضمین اصلي کمېټې لخوا د ټاکل شوي مهالوېش سره سم وارزول شول.

د دغې. . .

BACK TO NEWS