د لوړو زده کړو وزارت لخوا د ښځو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

baqir_admin
أحد, مارس 14 2021 12:50 مساء
g

د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر، د لوړو زده کړو مالي او اداري معین، د مرکزي ادارو رییسانو، د مرکزي پوهنتونو استادانو، په ملي شورا کې د خلکو استازو، لیکوالانو او د ښځو فعالینو په دغه پروګرام کې ګډون کړی وو.

د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر د نړۍ او افغانستان ښځو ته د ښځو د یووالي نړیوالې ورځې مبارکي وویله او د دغې ورځې نمانځل یې د ښځو ځای موندلو او عدالت غوښتنې د مبارزو یوه برخه وبلله.

د لوړو زده کړو وزیر په بېلابېلو تمدنونو او فکري مکتبونو کې د ښځو سیاسي او ټولنیز ژوند لوړو او ژورو ته اشاره وکړه او ویې ویل؛ اسلام له نورو فکرې ډلو زیات ښځو ته په بشري ټولنه کې فضیلت او انساني کرامت ورکړی او په ټولنه کې یې د ټاکنې، زده کړې، کار، قضاوت، مشرۍ او مدیریت حق ورکړی دی.

دوکتور عباس بصیر وویل، چې اسلام ښځینه او نرینه ته د انسانیت او عدالت په سترګه ګوري او د مریم، عایشه، فاطمه او د فرعون مېرمن ته ورته ښځې د جنسیت له پولو ورهاخوا د انسانیت غوره بېلګې دي.

د لوړو زده کړو وزیر په بېلابېلو علمي او اداري برخو کې د ښځو د شتون پر پیاوړتیا او پاملرنې ټینګار وکړ او ویې ویل، چې په لوړو زده کړو وزارت کې د ښځو د ګډون کچه له ۱۵ سلنې ۳۰ سلنې ته لوړه شوې او د لوړو زده کړو په ټولو بنسټونو کې د ښځو لپاره د مساوي فرصتونو ورکول د دغه وزارت له کاري لومړیتوبونو څخه دي.

د ښځو چارو وزارت مرستیالې حسنی جلیلي، په ولسي جرګه کې د خلکو استازو ناهید فرید او غلام حسین ناصري او لیکوالې او د ښځو حقونو فعالې حمیرا قادري د ښځو د مقام په اړه ویناوې وکړې او افغان ښځو ته یې د دغې ورځې مبارکي وویله او د جنسیتي برابرۍ او عدالت ټینګښت لپاره یې د ښځو او نرینه فعاله ونډه او ګډون په افغانستان کې د ښځو سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ژوندانه سمون لپاره د هیلې وړ یاده کړه.

دا په داسې حال کې ده چې په ۴۹ دولتي ادارو کې د ښځو د ګډون پالیسۍ د تطبیق په هکله د ملکي خدماتو او اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون د ارزونې او راپور پر بنسټ د لوړو زده کړو وزارت درېیم مقام خپل کړی او په دې وروستیو کې د ملکي خدماتو او اداري اصلاحاتو کمېسیون د مشر ښاغلي احمد نادر نادري لخوا د لوړو زده کړو وزارت د بشري منابع مشر مصطفی یونس زاده او د جنډر آمرې ملکې قاسمي ته د ویاړ جایزه ورکړل شوه.

Latest news

ثلاثاء, مايو 27 2025 6:19 صباحا
Background image

ألقى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابًا في جامعة هرات أمام الأساتذة والمسؤولين والطلاب في اجتماع كبير

 

ألقى معالي وزير التعليم العالي شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم  خلال زيارته الرسمية لولاية هرات كلمةً حول قيمة العلم في اجتماع كبير ضم نائب رئيس مجلس علماء هرات، ورٸيس استخبارات. . .

اثنين, مايو 12 2025 4:57 صباحا
Background image

تخرّج ۱۱۰ طبيبًا من كلية الطب بجامعة كابل للعلوم الطبية، وتم تقديمهم لخدمة المجتمع.

 

في حفل التخريج الذي أُقيم بهذه المناسبة في جامعة كابول للعلوم الطبية، شارك وزير التعليم العالي، و وزير الصحة، ونائب وزير التعليم العالي لشؤون الطلاب، وقيادة جامعة كابل للعلوم الطبية،. . .

BACK TO NEWS