د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د افغانستان د اوبو مطالعه او مدیریت علمي ـ څېړنیز کنفرانس جوړ شو

baqir_admin
ثلاثاء, مارس 16 2021 8:18 صباحا
g

د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د کمال خان بند پرانیستنې په پار د افغانستان د اوبو مطالعه او مدیریت علمي ـ څېړنیز کنفرانس جوړ شو.

د دغه کنفرانس په پیل کې د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر چې د کنفرانس له کډوالو سره په انلاین توګه وصل وو، د کابل پولي تخنیک پوهنتون له لوري د افغانستان د اوبو مطالعه او مدیریت علمي ـ څېړنیز کنفرانس د جوړېدو له کبله مننه وکړه او ویې ویل چې د کمال خان بند بشپړېدو او پرانیستو ټولو ته د دې فرصت ورکړ چې د افغانستان اوبو ته له علمي او اکاډمیک اړخه وګوري. دغه راز د افغانستان اوبو او د اوبو سرچینو ارزښت له علمي او څېړنیز اړخه وڅېړي.

د لوړو زده کړو وزیر وویل:"سره له دې چې د ابي منابعو زیاتې زېرمې لرو، خو له اوبو د ناسمي ګټې اخیستنې او د هوا له بدلون سره له داسې ستونزو سره مخ یو چې د اوبو د کمښت اندېښنې یې رامنځته کړي دي." هغه وویل، په افغانستان کې یخچالونه د کوچني کېدو په حال کې دي او چینې ورځ په ورځ کمېږي او له منځه ځي. نو د دې اړتیا ده چې د ساینس له تجربو یې زده کړه وشي چې څه ډول خپلې اوبه مدیریت کړو او له دغو ستونزو د وتو لپاره علمي لارې چارې ولټووو. دوکتور عباس بصیر وویل، چې د کمال خان بند پرانیستنه زموږ ټولو لپاره د راویښېدو یوه ښه بېلګه ده، چې په دې برخه کې هڅې وشي او د پوهنتونونو په کچه د داسې کنفرانسونو په جوړولو سره ظرفیتونه په کار واچول شي.

د لوړو زده کړو وزیر په تحصیلي بنسټونو کې د ورته فرصت رامنځته کولو له کبله له ولسمشرۍ مقام څخه مننه وکړه او همدارنګه د پوهنتونونو له لوري د ورته علمي کنفرانسونو جوړول یې وستایل او ویې ویل، چې د لوړو زده کړو وزارت په داسې برنامو کار کوي چې د زده کړې محوره نظام په څېړنیز محوره تحصیلي نظام واړوي او د پوهنتونونو دویم نسل سره چې څېړنه پکې اساسي رول لري همغږې شي.

دوکتور عباس بصیر وویل؛ زموږ بله موخه دا ده چې د هېواد تحصیلي نظام د پوهنتونو درېیم نسل سره چې تولیدي رول به ولري او د علم او ټکنالوژۍ په مټ به اسانتیاوې رامنځته کړي، برابر کړو.

د لوړو زده کړو وزیر د کابل پوهنتون په نوښت څو ورځې وړاندې جوړ شوي کنفرانس ته په اشارې د دغه کنفرانس جوړوونکو ته بریا وغوښته. همدارنګه ویې ویل چې هیلمن دی چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون له لوري د علمي ـ څېړنیز کنفرانس وځلیږي او د هېواد د اوبو سرچینو په علمي مدیریت کې اړین رول ولوبوي.

په پام کې ده چې په دغه علمي ـ څېړنیز کنفرانس کې لاندې څېړنیزې مقالې:

۱ـ چشم انداز تکامل حکمرانی آب در افغانستان از درک تحول دیدگاه" د افغانستان د اوبو او چاپېریال ساتنې د څېړنې ملي مرکز مشر دوکتور محمد وسیم اقبال اثر.

۲ـ «ارزش اقتصادی بند کمال خان» د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ماسټرۍ پروګرامونو استاد، پوهاند دوکتور محمد قاسم صدیقي اثر.

۳ـ «مقایسه استفاده آب افغانستان و ایران د رحوزه هلمند» په جرمني کې د دوکتورا محصل محمد عاصم مایار اثر.

۴ـ «بند کمال خان فرصتی برای همکاری های منطقوی» د افغانستان چاپېریال ساتنې او اوبو لګونې څېړنیز ملي مرکز هایدرولوژي کمیټې څخه عبیر احمد او مریم سجود اثر.

۵ـ «مرور بر نتایج اعمار بند کمال خان» د ماسټري لومړۍ دورې محصل نجیب شیرزاد اثر. دغه راز د اوبو منابعو هر اړخیزه مدیریت وړاندې شو او په دې اړه خبرې وشوې او نظریات وړاندې شول.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې او اوبو څېړنې ملي مرکز مشر دوکتور وسیم اقبال په خبره؛ تر اوسه په نړیواله کچه د اوبو په اړه ۵۰۰ زره علمي ـ څېړنیز د باور وړ سندونه شته چې یوازې ۳۷ سندونه یې د افغانستان په څېړونکو پورې اړوند دي. هغه وویل، ورته علمي کنفرانسونه به په دې برخه کې نورو څېړنو ته لار هواره کړي.

Latest news

أحد, يوليو 27 2025 10:54 صباحا
Background image

قدّم معالي وزير التعليم العالي توجيهات لازمة لرؤساء الرئاسات المركزية ومسؤولي الجامعات الحکومیة وذلک بهدف تعزيز وتقوية النظام التعليمي في البلاد

 

قدّم معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم، في قاعة مجلس قيادة الوزارة، توجيهات وتوصيات مهمة حول تعزيز النظام التعليمي في البلاد وإجراء الإصلاحات اللازمة في. . .

ثلاثاء, يوليو 15 2025 2:37 مساء
Background image

انعقدت جلسة لجنة الجامعات و المؤسسات الأهلیة بوزارة التعلیم العالي

 

خلال هذه الجلسة، تحدث شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، وزیر التعلیم العالي حول نظام التعلیم العالي في المجالات المختلفة، وأکد أن إرساء النظام والتنسیق في قطاع التعلیم العالي یُعد من. . .

BACK TO NEWS