د بدخشان پوهنتون حقوقو او شرعیاتو پوهنځي سلو تنو زدکړیالانو د حقوقي کلینیک د زده کړو پروګرام ته لار ومونده

baqir_admin
سبت, مارس 27 2021 11:48 صباحا
g

دا د حقوقي کلینیک د زده کړو پروګرام اوومه پړاو دی، چې په بدخشان پوهنتون کې تر سره کېږي.

په دغه شپږ میاشتني روزنیز پروګرام کې زدکړیالان په عملي بڼه عدلي او قضایي مهارتونه زده کوي.

د بدخشان پوهنتون حقوقي کلینیک په ۲۰۱۵ کال کې د GIZ دفتر د قانون حاکمیت څانګې په مالي او تخنیکي ملاتړ جوړ شو او په ۲۰۱۷ کال کې یې له عدلیې وزارت څخه جواز تر لاسه کړ.

تر دې مهاله د بدخشان پوهنتون شرعیاتو او حقوقو پوهنځیو سلګونه زدکړیالان د حقوقي کلینیک له ګټور پروګرام څخه برخمن شوي او په بېلابېلو دولتي او نادولتي بنسټونو کې یې دندې موندلي دي.

په حقوقي کلینیک روزنیز پروګرام کې د زدکړیالانو اوومې دورې شاملېدو پر مهال د بدخشان پوهنتون مشر پوهندوی محمد قاسم اریا، د GIZ دفتر د قانون د حاکمیت برخې مشر احمد ضیا رحماني، د شرعیاتو پوهنځي مشر پوهنمل صنعت الله جویا او د حقوقو پوهنځي استاد پوهنیار صراط الله دهنوي د حقوقي کلینیک په ارزښت ویناوې وکړې او ژمنه یې وکړه چې په دغه مرکز کې د حقوقو او شرعیاتو پوهنځي زدکړیالانو لپاره د عملي زده کړو لپاره لار هواره کړي.

Latest news

اثنين, أبريل 14 2025 10:28 صباحا
Background image

القى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابا لموظفي الوزارة حول المرسوم الجديد الصادر بشأن التقاليد غير المناسبة، وكذلك منزلة الأمير

وجه معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، كلمة في القاعة العامة للوزارة إلى رؤساء وأمراء ومديري وموظفي وزارة التعليم العالي، حيث تناول المرسوم الجديد الصادر عن. . .

ثلاثاء, أبريل 08 2025 7:22 صباحا
Background image

تمت الموافقة على تخصيص 90 مليون أفغاني لبناء مبنى سكني للطلاب في مؤسسة بنجشیر للتعليم العالي 

 

بناء على شفقة خاصة من قبل إمارة أفغانستان الإسلامية، تم تخصيص 90 مليون أفغاني في السنة المالية 1404 هـ.ش لبناء مبنى سكني للطلاب في مؤسسة التعليم العالي بولاية بنجشير.

المبنى الجديد. . .

BACK TO NEWS