داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا

baqir_admin
g

Publish Date

Closing Date

د پروژې سرلیک: د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د فاریاب پوهنتون د هلکانو او نجونو د شپېځای د اوبلن غاز چمتو کولو او تدارک پروژه

د داوطلبۍ شمېره:  MOHE/G0V-O/1400/NCB/G-044

د لوړو زده کړو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د فاریاب پوهنتون د هلکانو او نجونو د شپېځای د اوبلن غاز د چمتو کولو او تدارک پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او خپل سرتړلي آفرونه د شرطپاڼې د شرایطو له مخې د ا. ا. ج د تدارکاتو چلنلارې او قانون سره سم وړاندې کړي.

د شرطپاڼې ترلاسه کول:

د لوړو زده کړو وزارت د تدارکانو ریاست او له www.npa.gov.af  اوwww.ageops.net   وېب‌پاڼې څخه ترلاسه کړئ او آفرونه د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۰ کال د وري تر ۱۸مې د سهار ۱۰ بجو پورې سپارل کېږي چې د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه ده. ناوخته رسېدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفرونو د پرانیستلو غونډه {د ۱۴۰۰ کال د وري ۱۸مه} د {چهارشنبې ورځ} د {سهار ۱۰ بجې} د {لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانیستلو صالون} کې جوړېږي چې د کابل د درېیمې ناحیې په کارته چهار کې موقعیت لري.

د آفر تضمین بانکي ګرنټي یا هم نغدي پیسو په بڼه (۴۲۰۰۰) دوه څلوېښت زره افغانۍ دی.

د آفر تضمین باید د آفر د اعتبار مودې څخه ۲۸ ورځې ډېر وي، یانې د آفر پرانیستلو له نېټې څخه تر ۱۱۸ ورځو پورې د اعتبار وړ وي.

بانکي تضمین دې د شرطپاڼې د اتمې برخې سره سم د بانکي تضمین فورم څخه په ګټې وړاندي شي چې د تضمینونو فورمونه پکې شامل دي. د اړوند پروژې د داوطلبۍ شمېره، نېټه، د اړوند پروژې د آفر تضمین اندازه او ټول متنونه باید دقیق وي او کومه قلمي تېروتنه ونه لري.

د آفر تضمین باید د هغه شرکت تر نامه لاندې وړاندې شي چې د شرکت په جواز کې لیکل شوی، د هغه کاپي او سکن د منلو وړ نه دی او اصلي نسخه یې باید وسپارل شي. که چېرې داوطلبي په ګډه وي نو د آفر تضمین باید د شریکانو په نوم چمتو شي او د شریکانو مهر او لاسلیک اړین دی.

یادونه: که چېرې د داوطلبۍ د خبرتیا نېټې او د داوطلبۍ اسنادو ترمنځ توپیر وي نو په شرط‌پاڼه کې درج شوې نېټه د اعتبار وړ ده او له داوطلبۍ څخه مخکې غونډه د ۱۴۰۰ کال د وري په ۸مه د سهار په ۱۰ بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د غونډو په صالون کې جوړېږي.

د اړیکې شمېرې:  ۰۲۰۲۵۱۴۰۷۸-۰۷۹۸۵۷۴۲۰۰