د لوړو زده کړو وزارت او انرژۍ خدمتونو د تنظیم ادارې تر منځ نن د همکاریو هوکړه لاسلیک شوه

baqir_admin
أحد, أبريل 04 2021 4:24 صباحا
g

له دغې هوکړې څخه موخه؛ د انجینرۍ، چاپېریال ساتنې، برېښنا او انرژۍ په برخو کې د مسلکي تجربو شریکول، د علمي ناستو هدفمنول، د تحصیلي نصاب لا معیاري کول، فارغ شویو زدکړیالانو ته د کار لار هوارول او د وزارت او نورو تحصیلي بنسټونو د اړتیا وړ برېښنا پوره کول دي.

د لوړو زده کړو وزیر د هوکړې د لاسلیک پر مهال په داسې حال کې چې د دغه وزارت د مشرتابه ځينې غړي هم ول، د دغې هوکړې لاسلیک د دوه اړخیزو همکاریو، د یو بل له ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې او د زدکړیالانو لپاره د کار لار هوارولو په برخه کې ګټوره وباله.

د لوړو زده کړو وزیر وویل:«انرژي د علمي څېړنو یوه لویه برخه ده چې تر دې مهاله په هېواد کې کم پام ورته شوی دی

دوکتور عباس بصیر زیاته کړه، چې د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې غوره ظرفیتونه شته او د هېواد بېلابېلې ادارې کولی شي چې د هغو پالیسیو د تدوین په برخه کې چې د علمي څېړنو پر بنسټ ولاړې وي د هېواد تحصیلي بنسټونو له علمي کادرونو ګټه واخلي. لوړو زده کړو وزیر د زدکړیالانو د خدمتونو په برخه کې وویل: «زموږ هڅه دا ده چې د خپلو زدکړیالانو او فارغانو لپاره د ښې روزنې او کار زمینه برابره کړو. هیله لرو چې د دغې هوکړې په لاسلیک سره د لوړو زده کړو په نظام کې د کارونو زمینه برابره شي

همدارنګه په دغو مراسمو کې د انرژي خدمتونو د تنظیم ادارې عمومي مشر دوکتور داوود میرزایي د دغې ادارې د موخو په اړه معلومات ورکړل او د یادې هوکړې لاسلیک یې د دواړو اړخونو تر منځ د همکارۍ او د یو بل له ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې په پار ګټوره وبلله.

هغه زیاته کړه؛ د انرژۍ خدمتونو د تنظیم اداره ژمنه ده، چې د علمي کنفرانسونو او سیمینارونو په جوړولو له وزارت سره د انرژۍ او برېښنا سکټور د څېړنو لومړیتوبونه شریک کړي، د زدکړیالانو لپاره د علمي څېړنو لار هوارول، د درسي توکو په چمتو کولو او نورو برخو کې له لوړو زده کړو وزارت او نورو تحصیلي بنسټونو سره همکارۍ ته ژمن دی.

مراسم د لوړو زده کړو وزیر او انرژۍ خدمتونو د تنظیم ادارې عمومي مشر تر منځ د هممکاریو د هوکړې په لاسلیک سره پای ته ورسېدل.

Latest news

أحد, يوليو 27 2025 10:54 صباحا
Background image

قدّم معالي وزير التعليم العالي توجيهات لازمة لرؤساء الرئاسات المركزية ومسؤولي الجامعات الحکومیة وذلک بهدف تعزيز وتقوية النظام التعليمي في البلاد

 

قدّم معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم، في قاعة مجلس قيادة الوزارة، توجيهات وتوصيات مهمة حول تعزيز النظام التعليمي في البلاد وإجراء الإصلاحات اللازمة في. . .

ثلاثاء, يوليو 15 2025 2:37 مساء
Background image

انعقدت جلسة لجنة الجامعات و المؤسسات الأهلیة بوزارة التعلیم العالي

 

خلال هذه الجلسة، تحدث شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، وزیر التعلیم العالي حول نظام التعلیم العالي في المجالات المختلفة، وأکد أن إرساء النظام والتنسیق في قطاع التعلیم العالي یُعد من. . .

BACK TO NEWS