د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر په خپل دفتر کې د المپیک ملي کمېټې له رییس سره وکتل

baqir_admin
سبت, مايو 22 2021 4:03 صباحا
ل

په دغه لیدنه کې په داسې حال کې چې په ولسي جرګه کې د خلکو استازې روبینا جلالي هم وه، دواړو اړخونو د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د سپورټ عامولو، د لوبغالو تجهیز، د ماسټرۍ پروګرامونو جوړولو، سپورټي لوبغاړو ته د زده کړو لار هوارولو او د بېلابېلو لوبو استادانو د ظرفیت لوړولو په برخه کې د یوه هوکړه لیک پر لاسلیکولو هراړخیز بحث وکړ.

د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر د المپیک ملي کمېټې له مشرتابه پلاوي مننه وکړه او په تحصيلي بنسټونو کې د لوبو عامولو په برخه کې یې د دغه وزارت د پروګرامونو په اړه وینا وکړه.

دوکتور عباس بصیر لوبې په هېواد کې د یووالي سمبول وبللې او ویې ویل:"په دې وروستیو کلونو کې د لوبغاړو لاسته راوړنې د دې لامل شوې چې زموږ د خلکو په وچو شونډو مسکا راولي او خلکو هم له هر ډول نسبت پرته د دوی تود هرکلی وکړ."

هغه زیاته کړه چې لوړو زده کړو وزارت ځینې پروګرامونه په پلان کې لري، چې پر بنسټ به یې وکولی شي په پوهنتونونو کې لوبې عامې کړي او د المپیک ملي کمېټه په دې برخه کې همکاري کولی شي.

ورپسې د هېواد د المپیک ملي کمېټې رییس دوکتور حفیظ الله ولي رحیمي د زده کړو تر څنګ د لوبو پر ارزښت او په دې برخه کې د المپیک ملي کمېټې د همکاریو په اړه وینا وکړه.

هغه وویل چې په نړۍ کې په لوړو کچه پوهنتونونه د اصلي لوبغاړو د راپورته کېدو ځایونه دي او که علمي مرکزونو ته پاملرنه وشي نو ټولنې ته به تکړه لوبغاړي وړاندې کړي.

همدارنګه په ولسي جرګه کې د خلکو استازې روبینا جلالي د لوړو زده کړو وزارت وروستي فعالیتونه او لاسته راوړنې وستایلې او د هېواد د لوبغاړو د ستونزو او غوښتنو په اړه یې وینا وکړه او د لوړو زده کړو له وزیر څخه یې وغوښتل چې د لوبغاړو لپاره په هېواد او له هېواد څخه بهر د زده کړو لار هواره کړي.

په پای کې پرېکړه وشوه چې د هېواد المپیک ملي کمېټه له لوړو زده کړو وزارت سره په سلا د دوه اړخیزو همکاریو د هوکړه لیک پر طرحې کار وکړي.

Latest news

اثنين, أبريل 14 2025 10:28 صباحا
Background image

القى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابا لموظفي الوزارة حول المرسوم الجديد الصادر بشأن التقاليد غير المناسبة، وكذلك منزلة الأمير

وجه معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، كلمة في القاعة العامة للوزارة إلى رؤساء وأمراء ومديري وموظفي وزارة التعليم العالي، حيث تناول المرسوم الجديد الصادر عن. . .

ثلاثاء, أبريل 08 2025 7:22 صباحا
Background image

تمت الموافقة على تخصيص 90 مليون أفغاني لبناء مبنى سكني للطلاب في مؤسسة بنجشیر للتعليم العالي 

 

بناء على شفقة خاصة من قبل إمارة أفغانستان الإسلامية، تم تخصيص 90 مليون أفغاني في السنة المالية 1404 هـ.ش لبناء مبنى سكني للطلاب في مؤسسة التعليم العالي بولاية بنجشير.

المبنى الجديد. . .

BACK TO NEWS