د ۹ پوهنتونونو د انټرانټ نښلولو پروژې تړون لاسلیک شو

د ليزد انټرانیټ شبکې له لارې د هېواد د ۹ پوهنتونونو د نښلولو پروژې تړون او د بدخشان او هرات پوهنتونونو شبکه جوړولو تړون نن د لوړو زده کړو وزارت، افغان تیلي کام شرکت او مسلم آریايي شرکت تر منځ لاسلیک شو.
د تدارکاتو رییس او د لوړو زده کړو مالي او اداري معینیت سرپرست عبدالله صوفي زاده د یادو تړونونو د لاسلیکولو پر مهال وویل چې لوړو زده کړو وزارت د خپلو پروګرامونو او د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د معلوماتي ټکنالوژۍ زېربنايي پیاوړتیا پر بنسټ نن د لیزد انټرانیټ شبکې له لارې د ۹ پوهنتونونو د نښلولو تړون، د هرات پوهنتون نارینوو لیلیه او د ښوونې او روزنې پوهنځي د انټرنټ شبکه جوړولو او د بدخشان پوهنتون انجنیرۍ پوهنځي د شبکه جوړولو تړون لاسلیک کړ.
د مالي او اداري معینیت سرپرست د لیزد انټرانیټ پروژې په هکله وویل چې د دې پروژې د پلي کولو موخه له افګرین شبکې (AFgREN) څخه په ګټې د آسیا سویل ختیځ تحصیلي او څړنیزې شبکې (TEIN) ته د هېواد د تجصیلي بنسټونو اسانه لاسرسی دی ترڅو د بېلابېلو هېوادونو له نویو څېړنیزو سرچینو څخه ګټه واخلي.
نوموړي همدا راز له یادو شرکتونو وغوښتل چې د دغو پروژو په پلي کولو کې ټول لازم معیارونه او سټنډرډونه په پام کې ونیسي او په ټاکلې موده کې یې بشپړې کړي.
د یادونې وړ ده چې د انټرنټ د لیزد پروژه د هېواد د ۹ پوهنتونونو لپاره ده چې د کندهار، هرات، شېخ زاید، پکتیا، غزني، تخار، کوڼر، بامیان، او د کابل پولي تخنیک پوهنتونونه پکې شامل دي.