د (څېړنه او په نړیوالو ژورنالونو کې د علمي – څېړنیزو مقالو خپرول) روزنیز ورکشاپ جوړ شو

په لوړو زده کړو وزارت کې د (څېړنه او په نړیوالو ژورنالونو کې د علمي – څېړنیزو مقالو خپرول) په نامه دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو.
د لوړو زده کړو وزارت د څېړنو، تالیف او ژباړې رییسې پوهنمل دوکتور مرضیه وفایي وویل چې په دغه ورکشاپ کې د مرکز څلورو پوهنتونونو او لغمان، کونړ، ننګرهار، پروان او البیروني پوهنتونونو استادانو ګډون کړی وو او په دغو دوو ورځو کې یې هغوی ته په معتبرو نړیوالو ژورنالونو کې د مقالو خپرولو، په الکټرونیکي سیستم کې د علمي اثارو ثبتولو، د معتبرو او نامعتبرو ژورنالونو پېژندنې سیستم د کارونې، د علمي کادر غړو د علمي اثارو معرفي او طی مراحلو کې شته ستونزو او ډيټابېسونو او اکاډمیکو وېبسایټونو ته لاسرسي په اړه روزنه ورکول کېږي.
د ورکشاپ په پیل کې د څېړنې، تالیف او ژباړې رییسې پوهنمل دوکتور مرضیه وفایي د دغه ریاست د کړنو او د دغه پروګرام د جوړولو د اړتیا په اړه وغږېده له ګډونوالو یې وغوښتل چې د نامعتبرو ژورنالونو نوملړ چې دوی ته وړاندې کېږي او همدارنګه څه چې د ورکشاپ په بهیر کې زده کوي، د خپلو اړوند پوهنتونونو له مشرتابه پلاوي او استادانو سره شریک کړي.
د هغه په وینا په پام کې ده چې په راتلونکي کې نور دولتي پوهنتونونه په دغه پروګرام کې شامل شي.