د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د هېواد تحصیلي نظام د ښه‌والي په موخه، د دغه وزارت کاري لومړیتوبونه بیان کړل

baqir_admin
اثنين, أغسطس 30 2021 6:21 صباحا
ل

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د لویې جرګې په خیمه کې یوې لویې غونډې ته د هېواد لوړو زده کړو نظام د ښه والي په برخه کې د دغه وزارت کاري لومړیتوبونه وړاندې کړل.

په دغه غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت پخواني او اوسني مشرتابه، د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو استادانو، د لوړو زده کړو چارو متخصصینو او د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکو ګډون کړی وو.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ عبدالباقي حقاني، د یرغلګرو پر وړاندې د افغانستان د خلکو د جهاد او مبارزې د مبارکۍ تر څنګ، د اسلام مقدس دین په رڼا کې د زده کړو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او د تېرو اسلامي نظامونو په لړ کې یې د علم په اړه معلومات وړاندې کړل.

هغه وویل: «د افغانستان وګړو دا ثابته کړه، چې د خپلو دیني او ملي ارزښتونو او خپلواکۍ په برخه کې ځواکمن دي او ساتنه یې کوي. دغه راز په دې برخه کې د هېواد ځوانانو خپل مسوولیت ادا کړی دی. هغه زیاته کړه، چې اوس د هېواد د استادانو او متخصصانو مسوولیت دی، چې د هېواد د ودانولو په برخه کې خپل استعداد وښيي

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې د تحصیلي نظام پر کیفیت لوړولو او معیاري کولو ټینګار وکړ، د لوړو زده کړو له بنسټونو او استادانو څخه یې وغوښتل، چې د نړۍ د پرمختګ له کاروان سره د یو ځای کېدو لپاره هڅې وکړي.

همدارنګه شیخ حقاني د افغانستان خلکو او ټولو استادانو ته ډاډ ورکړ، چې د هېواد سیاسي نظام به په جدي توګه د افغانستان تحصیلي نظام د پرمختګ په برخه کې هڅه وکړي او مثبتې لاسته راوړنې او فعالیتونه به وساتل شي او هغه نوي پروګرامونه به په پام کې ونیول شي چې اړتیا ورته لیدل کېږي.

ښاغلي حقاني د تحصیلي بنسټونو د پرانیستلو په اړه وویل، چې په نیږدې راتلونکي کې به د منظمو تدابیرو او د اسلام مقدس دین د ارزښتونو په مراعاتولو سره، د هلکانو او نجونو پر مخ ټول تحصیلي بنسټونه پرانیستل شي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ عبدالباقي حقاني د دغه وزارت کاري لومړیتوبونه بیان کړل، ویې ویل چې په هېواد کې د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د ساینسي علومو په برخه کې د نړۍ د معتبرو پوهنتونو د څانګو پرانیستل، علمي څېړنې، تالیف او ژباړې او همدارنګه د کتابونو چاپولو ته پاملرنه، د لیرې پرتو ولایتونو تحصیلي بنسټونو ته پاملرنه، د هغو پوهنځيو رامنځته کول چې ورته جدي اړتیا ده، د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې نجونو او هلکانو ته د زده کړو ارامه فضا برابرول، د استادانو د ظرفیت لوړولو په موخه د معتبرو اسلامي پوهنتونو د کادرونو را بلل، د اسلامي، ملي او تاریخي ارزښتونو په رڼا کې د نصاب بیا کتنه، د تحصیلي نظام معیاري کول، د فوق الېسانس څانګو رامنځته کول او د فیسونو راکمول ، د تحصیلي نظام د قوي کېدو لپاره د نړیوالې ټولنې د مرستو راجلبول، هغو مجاهدینو ته د تحصیل زمینه برابرول چې له زده کړو پاتې شوي دي، د شهیدانو وارثانو ته د زده کړو زمینه برابرول، په تحصیلي بنسټونو کې د اخلاقي او اداري فساد له منځه وړل، د انلاین زده کړو معیاري کول او همدارنګه د علمي ترفیعاتو په برخه کې د استادانو د ستونزو له منځه وړل، د دغه وزارت کاري لومړیتوبونه دي.

ل

همدارنګه په غونډه کې د افغانستان علومو اکاډمۍ رییس سرمحقق دوکتور عبدالظاهر شکیب د څېړنې او په ټولنه کې یې پر ارزښت، د افغانستان د دوکتورانو (PHD) انجمن رییس پوهنوال دوکتورعبدالمتین شهیدي د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې د حب الوطن او د فساد پر وړاندې مبارزې، د خصوصي لوړو زده کړو د اتحادیې غړي دوکتور طارق کمال د خصوصي لوړو زده کړو سکټور د ستونزو او لاسته راوړنو، د افغانستان د استادانو د اتحادیې رییس پوهاند دوکتور نجیب الله امرخېل د لوړو زده کړو په برخه کې د مثبتو فعالیتونو د دوام او همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت پخواني وزیر دوکتور عباس بصیر د تر سره شوو کارونو او د لوړو زده کړو د ځواکمن کېدو په خاطر د همکاریو د دوام په اړه خبرې وکړې.

دغه غونډه په افغانستان کې د پرمختګ او سراسري سولې رامنځ ته کولو لپاره په ځانګړې دعاء سره پای ته ورسېده.

Latest news

اثنين, أبريل 14 2025 10:28 صباحا
Background image

القى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابا لموظفي الوزارة حول المرسوم الجديد الصادر بشأن التقاليد غير المناسبة، وكذلك منزلة الأمير

وجه معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، كلمة في القاعة العامة للوزارة إلى رؤساء وأمراء ومديري وموظفي وزارة التعليم العالي، حيث تناول المرسوم الجديد الصادر عن. . .

ثلاثاء, أبريل 08 2025 7:22 صباحا
Background image

تمت الموافقة على تخصيص 90 مليون أفغاني لبناء مبنى سكني للطلاب في مؤسسة بنجشیر للتعليم العالي 

 

بناء على شفقة خاصة من قبل إمارة أفغانستان الإسلامية، تم تخصيص 90 مليون أفغاني في السنة المالية 1404 هـ.ش لبناء مبنى سكني للطلاب في مؤسسة التعليم العالي بولاية بنجشير.

المبنى الجديد. . .

BACK TO NEWS