ازبکستان ته د ا.ا.ا د لوړ پوړي پلاوي سفر او د یاد هېواد د منځنیو او لوړو زده کړو له وزیر سره د ا.ا.ا د لوړو زده کړو سرپرست او ورسره ټیم لیدنه وشوه.

Akmal_admin
أحد, أكتوبر 17 2021 7:22 صباحا
ازبکستان ته د ا.ا.ا د لوړ پوړي پلاوي سفر او د یاد هېواد د منځنیو او لوړو زده کړو له وزیر سره د ا.ا.ا د لوو زده کړو سرپرست او ورسره ټیم لیدنه وشوه.

تېره ورځ د ۱۴۴۳ هـ.ق کال د ربیع الاول په ۱۰ مه نېټه، د ا.ا.ا د رئيس الوزرا د مرستيال محترم مولوي عبد السلام حنفي په مشرۍ لوړ پوړي پلاوي دوست هېواد ازبکستان ته یو ورځنی سفر ترسره کړ، چې د سوداګرۍ، اقتصاد، عامې روغتيا، هوانوردۍ او لوړو زده کړو وزيرانو همدارنګه د چارو ادارې لوی رئيس، د بهرنيو چارو، ملي دفاع او ځینو نورو وزارتونو معینانو، امنيتي سکټور او د ملي سوداګرو استازو هم په کې ګډون کړی و.

ناسته د افغان رئيس الوزرا مرستيال ښاغلي حنفي او ازبک سيال يې عمرزاکوف په پرانيستو ويناوو پيل شوه. وروسته د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیمونو پر هغو مسایلو تفصیلي خبرې وکړې، چې دواړو  هېوادونو لېواتیا ورته درلوده. 

د دواړو مشرانو په لارښوونه په مختلفو برخو کې ګډ کاري ټيمونه رامنځ ته شول، چې په ترڅ کې یې د افغانستان د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره پلاوي، چې د محصلانو چارو سرپرست معین ښاغلي انجینر سید محمد اسماعیل روحاني یې هم ملګرتیا کوله، د ازبکستان د لوړو او منځنیو مسلکي زده کړو له وزیر عبدالقادر تاشکلوف او ورسره پلاوي سره مجلس وکړ. په دوه اړخیزو تحصیلي مرستو سربېره د ازبکستان په پوهنتونونو کې د افغان محصلانو په ستونزو هر اړخیزې او ګټورې خبرې وشوې او افغان لوري ته په دې برخه کې د هر ډول اسانتیاوو د برابرولو او مرستو ډاډ ورکړل شو.

هغه افغان محصلین چې په ترمذ علمي مرکز او نورو ازبک پوهنتونونو کې په ځانګړي تخفیف سره د اسلامي امارت په لګښت زده کړې کوي، د مالیې وزارت تر سیستم فعالولو پورې له فیس او لګښت پرته به خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، چې د فیسونو او لګښتونو اداکول به یې د درسونو مخنیوی ونه کړي او نوموړیو محصلینو ته به هر ډول اسانتیاوې برابریږي.

د یادونې وړ ده، چې د ترمذ علمي مرکز د افغان محصلینو لپاره به د ازبکستان هېواد وېزې له لګښت پرته ورکول کیږي او په ټوله کې به د افغان محصلینو لپاره د وېزو په ورکړه کې د پام وړ اسانتیاوې برابریږي. همداراز د لېسانس، ماسټرۍ، دوکتورا او لنډمهاله پروګرامونو او نورو ګډو تحصیلي مرستو په هکله نظرونه تبادله شول او د دواړو وزارتونو تخنیکي ټیمونو ته دنده وسپارل شوه، ترڅو په نوموړې برخه کې ګډ کار وکړي او نتایج یې د لسو ورځو په موده کې ترتیب او له خپلو مشرانو سره  شریک کړي.

Latest news

ثلاثاء, مايو 27 2025 6:19 صباحا
Background image

ألقى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابًا في جامعة هرات أمام الأساتذة والمسؤولين والطلاب في اجتماع كبير

 

ألقى معالي وزير التعليم العالي شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم  خلال زيارته الرسمية لولاية هرات كلمةً حول قيمة العلم في اجتماع كبير ضم نائب رئيس مجلس علماء هرات، ورٸيس استخبارات. . .

اثنين, مايو 12 2025 4:57 صباحا
Background image

تخرّج ۱۱۰ طبيبًا من كلية الطب بجامعة كابل للعلوم الطبية، وتم تقديمهم لخدمة المجتمع.

 

في حفل التخريج الذي أُقيم بهذه المناسبة في جامعة كابول للعلوم الطبية، شارك وزير التعليم العالي، و وزير الصحة، ونائب وزير التعليم العالي لشؤون الطلاب، وقيادة جامعة كابل للعلوم الطبية،. . .

ثلاثاء, أبريل 22 2025 11:17 صباحا
Background image

انطلق المؤتمر الوطني للثقافة الإسلامية بحضور زعيم الإمارة الإسلامية، أمير المؤمنين (حفظه الله ورعاه)، حيث جدد حوالي ألفي مشارك في المؤتمر بيعتهم له.

تحت إشراف وزارة التعليم العالي، ومن قبل جامعة ننغرهار، انعقد في جامعة قندهار «المؤتمر الوطني لمدة أربعة أيام حول تدريس، أهمية، وتأثير مواد الثقافة الإسلامية»، وقد شارك في هذا المؤتمر. . .

BACK TO NEWS