د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د هرات پوهنتون د درسونو د بیا پیل په مراسمو کې ګډون وکړ

۱۴۰۰ کب ۸ مه
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د هرات پوهنتون د درسونو د بیا پیل په مراسمو کې ګډون وکړ.
په یادو مراسمو کې د هرات پوهنتون مشرتابه، استادانو، محصلانو، د هرات والي، د علماوو شورا رئیس، د امربالمعروف او نهی عن المنکر رئیس ګډون کړی و.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني په یادو مراسمو کې د ګډون له امله خوښي څرګنده کړه او په دغه پوهنتون کې یې د ماسټري او دوکتورا پروګرامونو د پیل او ارزښت په اړه د خبرو تر څنګ، د هرات پوهنتون مسؤلانو ته د هر ډول همکارۍ او د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.
همدارنګه د هرات والي شیخ اسلام جار د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، په هرات کې د لوړو زده کړو د پراختیا لپاره هر ډول همکارۍ ته تیاری وښود.
دغه راز د هرات پوهنتون سرپرست رئیس او علمي مرستیال پوهندوی دوکتور سلطان احمد ترکي د یاد پوهنتون او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل او محصلینو ته یې د ښه راغلاست، تر څنګ د زده کړو د بیا پیل له امله خوښي څرګنده.