د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو د معینیت شورا ناسته تر سره شوه.

۴/۹/۱۴۴۳
۱۷/۱/۱۴۰۱
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو د معینیت شورا ناسته تر سره شوه.
د محصلانو چارو په معینیت شورا کې د دولتي محصلانو، خصوصي محصلانو، بیرون مرزي اسنادو ارزونې، د بهرنیو اړیکو او بورسونو د تنظیم رئیس صاحبانو او د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو معینیت سرلاکار ګډون کړی و.
د شورا غړو له اجنډا سره سم د یو شمېر محصلانو د تبدیلۍ، سمستر واره پایلو او په طب برخه کې د ځینو خصوصي تحصیلي بنستونو له لوري له معیاري کچې زیاتو محصلانو د جذب په اړه بحثونه او لازمې پرېکړې وشوې.
همدارنګه د محصلانو چارو د معینیت شورا غړو د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو د طب څانګې ځینو محصلانو د ستاژ دورې پوره کولو او ځینو نورو ستونزو په اړه غوښتنپاڼې وڅېړلې او اړتیا ته په کتو پرېکړې یې وکړې.