د ترکیې هېواد د انقرې تخنیکي پوهنتون رئیس د لوړو زده کړو وزارت علمي معین سره د افغان محصلینو جذب او کاري فرصتونو د ورکړې په موخه ناسته ترسره کړه
۲۵/۰۹/۱۴۴۳
د ترکیې هېواد د انقرې تخنیکي پوهنتون رئیس د لوړو زده کړو وزارت علمي معین سره د افغان محصلینو جذب او کاري فرصتونو د ورکړې په موخه ناسته ترسره کړه.
په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخوا، ددې وزارت مالي او اداري معین مولوي حامد حسیب ، د محصلانو چارو رئیس سید اسماعیل روحاني او د بهرنیو اړېکو او بورسونو د تنظیم رئیس دوکتور نظرمحمد په شمول د ترکیې هېواد د انقرې تخنیکي پوهنتون رئیس مراد علي او ورسره پلاوي ګډون کړی وو.
په دغې کتنه کې د ترکیې هېواد د انقرې تخنیکي پوهنتون رئیس مراد علي د لوړو زده کړو وزارت له رهبرۍ څخه په یاد پوهنتون کې د افغان محصلینو جذب زیاتوالي او ځینو صنعتي کمپنیو کې افغان محصلینو ته د کاري زمینې پر برابرولو بحث او خبرې وکړي.
دغه راز نوموړي د لوړو زده کړو وزارت او د هېواد زوني پوهنتونونو پلاوو ته د سفر بلنه ورکړه، ترڅو دغه پلاوي په ترکیه کې له یاد پوهنتون او صنعتي کمپنیو لېدنه ترسره کړي.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخوا له راغلي پلاوي څخه د مننې ترڅنګ، د ګډې همکارۍ په موخه د یوه ګډ ټېم پر جوړولو، طرحې برابرولو او ورته نورو مسایلو خبرې وکړې.
همدارنګه علمي معین یاد پلاوي ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.