د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو عمومي رئیس مولوي سیف الدین حماد په مشرۍ یوه پلاوي د هرات پوهنتون مسؤلانو ته د دیني جامعاتو د اسنادو د ارزونې په اړه معلومات ورکړل.

1443/9/26
1401/2/8
د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو عمومي رئیس مولوي سیف الدین حماد په مشرۍ یوه پلاوي د هرات پوهنتون مسؤلانو ته د دیني جامعاتو د اسنادو د ارزونې په اړه معلومات ورکړل.
د لوړو زده کړو وزارت د جامعاتو عمومي رئیس او ورسره پلاوي هرات ولایت ته د خپل سفر پر مهال د هرات پوهنتون مسؤلانو ته د دینی مدارسو د اسنادو د ارزونې او طی مراحل کولو د پروسې او تخنیکي کارونو په اړه معلومات ورکړل او لازمې لارښوونې یې ورته وکړې.
همدارنګه د هرات پوهنتون مسؤلانو د لوړو زده کړو وزارت پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ په یاده برخه کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.