د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حق اني په خپل کاري دفتر کې د جاپان له سفیر «تاکاشي اوکاډا» سره وکتل.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حق اني په خپل کاري دفتر کې د جاپان له سفیر «تاکاشي اوکاډا» سره وکتل.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د جاپان سفیر ته د ښه راغلاست تر څنګ، په افغانستان کې د روان تحصیلي نظام په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې جاپان هم یو وخت زموږ په شان له ستونزو سره مخ و، خو اوسمهال د نړۍ یو پرمختللی هېواد دی. نوموړي زیاته کړه، چې موږ د لوړو زده کړو د پرمختګ لپاره د جاپان تجربو او همکاریو ته اړتیا لرو.
دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د جاپان له سفیر څخه وغوښتل چې له افغانستان سره د لوړو زده کړو په برخه کې، په ځانګړي ډول د نصاب جوړونې، افغان استادانو روزنې او افغان محصلانو ته د سکالرشیپونو د ورکولو په برخه کې مرسته وکړي.
همدارنګه د جاپان سفیر تکاشي اوکاډا په تحصیلي ډګر کې د لوړو زده کړو وزارت فعالیتونه وستایل