د لوړو زده کړو وزارت سر پرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني په مشرۍ د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو کمېسون ناسته ترسره شوه.

Akmal_admin
خميس, يونيو 02 2022 5:16 صباحا
s

د ۱۴۰۱ هـ ش کال د جوزا ۱۱ نېټه.

د لوړو زده کړو وزارت سر پرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني په مشرۍ د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو کمېسون ناسته ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د لوړو زده کړو وزارت د قوانینو او لارښوونو پر تطبیق د ټینګار ترڅنګ وویل:" د افغانستان د لوړو زده کړو په نظام کې دوه ډوله لوړې زده کړې شتون لري، چې دولتي او خصوصي ښوونيز بنسټونه پکې شامل دي او دولتي او خصوصي سکتورونه دواړه د دې هېواد بچيانو ته د دیني او ملي قوانینو او ارزښتونو په رڼا کې د زده کړو په موخه تعلیمي خدمتونه وړاندې کوي، چې د لوړو زده کړو وزارت د خپلو کاري مسؤلیتونو له مخې د دواړو څانګو د ستونزو د حل او د پیاوړتیا مسوولیت لري."

نوموړي زیاته کړه، چي د لوړو زده کړو وزارت د هېواد د اړتیاوو او شته امکاناتو په پام کې نیولو سره د هېواد د تحصیلي بنسټونو په ځانګړي ډول خصوصي سکتور سره د ستونزو او اړتیاوو د حل په برخه کې له هېڅ راز همکارۍ څخه دریغ نه کوي.

ورپسې د غونډې غړو، چې د لوړو زده کړو وزارت رهبري هیئت، د مرکز د څلورو پوهنتونونو رئیسانو، د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو د اتحادیې اجرائيه رئیس او د لوړو زده کړو وزارت سلاکارانو برخه لرله او د اجنډا له مخې يې د یادو موضوعاتو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل او د قانون د حکمونو سره يې سم لازم تصميمونه ونېول.

Latest news

أحد, يوليو 27 2025 10:54 صباحا
Background image

قدّم معالي وزير التعليم العالي توجيهات لازمة لرؤساء الرئاسات المركزية ومسؤولي الجامعات الحکومیة وذلک بهدف تعزيز وتقوية النظام التعليمي في البلاد

 

قدّم معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم، في قاعة مجلس قيادة الوزارة، توجيهات وتوصيات مهمة حول تعزيز النظام التعليمي في البلاد وإجراء الإصلاحات اللازمة في. . .

ثلاثاء, يوليو 15 2025 2:37 مساء
Background image

انعقدت جلسة لجنة الجامعات و المؤسسات الأهلیة بوزارة التعلیم العالي

 

خلال هذه الجلسة، تحدث شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، وزیر التعلیم العالي حول نظام التعلیم العالي في المجالات المختلفة، وأکد أن إرساء النظام والتنسیق في قطاع التعلیم العالي یُعد من. . .

BACK TO NEWS