د لوړو زده کړو سرپرست وزير او ورسره مل پلاوي د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون له مسؤلینو سره

9/11/1443
19/3/1401
د لوړو زده کړو سرپرست وزير او ورسره مل پلاوي د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون له مسؤلینو سره ولیدل.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني، کندهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په دویمه ورځ د افغانستان د کرنېزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون له مسؤلینو، استادانو او کارکوونکو سره د یوې غونډې په ترڅ کې ولیدل.
په دې لیدنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني، د هېواد د لوړو زده کړو پر اوسني وضعیت رڼا واچوله او زیاته یې کړه: « افغانستان زموږ ګډ کور دی باید په خپله یې آباد کړو، خپل ګډ کور باید پرېنږدو، ځکه هېڅوک زموږ ګډ کور نه آبادوي.»
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له هغو استادانو څخه مننه وکړه، چې په هر ډول حالاتو کې خپلو دندو کې پاتې شوي او د هېواد د بچیانو لپاره د تحصیلي پروګرامونو د ژوندي ساتلو لپاره شپه او ورځ زیار باسي او همدارنګه له هغو استادانو څخه یې د بېرته راتګ غوښتنه وکړه چې له هېواده بهر تللي دي.
الحاج حقاني د خپلو خبرو په دوام کې زیاته کړه: « افغانستان یو کرنیز هېواد دی نو لازمه ده چې په کرنه کې هم خپل مسؤلیت ادا کړو او د هېواد ځان بسیاینې ترڅنګ باید بهرنیو هېوادونو ته صادرات ولرو ترڅو ملي اقتصاد مو پیاوړی او د نورو له احتیاجه خلاص شو.»
د اناستو پوهنتون سرپرست رئیس پوهنیار ثناءالله ارغستاني د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، له نوموړي مننه وکړه چې د دې پوهنتون سره یې د ستونزو په حل کی تل مرسته کړې او هیله یې څرګنده کړه، چې لوړو زده کړو وزارت د اناسټو پوهنتون سره همکاري دوامداره وساتي ترڅو نوموړی پوهنتون د هېواد په کچه د زراعتي سکتور په یو ستر څیړنیز مرکز بدل او په مختلفو څانګو کې د ماستري پروګرامونه یې پراختیا ومومي.
همدا راز په یاده غونډه کې د نوموړي پوهنتون رهبري پلاوي او استادانو د انسټو پوهنتون په اړه د لوړ زده کړو سرپرست وزیر سره خپلې غوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې شریکې کړې، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني له خوا یې د حل ډاډ ورکړل شو.