د پکتیا پوهـــنتون ښوونې او روزنې پوهنځی د انګلیسي څانګې استاد پوهنمل دوکتور شهزادګل احمدزي د مړینې له امله د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د تسلیت پیغام!

د پکتیا پوهـــنتون ښوونې او روزنې پوهنځی د انګلیسي څانګې استاد پوهنمل دوکتور شهزادګل احمدزي د مړینې له امله د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د تسلیت پیغام!
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د پکتیا پوهـــنتون ښوونې او روزنې پوهنځی د انګلیسي څانګې استاد پوهنمل دوکتور شهزادګل احمدزي له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې.
إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَیْهِ رَاجِعُونَ!
له دې امله د استاد کورنۍ، خپلوانو او تحصیلي سکټور ته خپل او د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه له طرفه د جمیل صبر غوښتنه کوم او استاد ته د الله تعالی له دربا څخه جنتونه غواړم.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر
الحاج مولوي عبدالباقي حقاني