د تحقیق، تالیف او ترجمې، تدارکاتو، زیربنا او مرکزي پوهنتونونو رهبرۍ ترمنځ څېړنې ته د ودې ورکولو او د کتابتونونو د غني کولو په موخه د همغږۍ ګډه ناسته ترسره شو.

یاده ناسته، چې د لوړو زده کړو وزارت د علمي معین په مشرۍ ترسره شوه په پوهنتونونو کې څېړنې ته د ودې او پرمختګ ورکولو او همدارنګه پوهنتونونو کې د کتابتونونو غني کولو په اړه د ګډونوالو ترمنځ بحث او نظریات شریک شول.
د دغې ناستې په دوام کې د پوهنتونونو د کتابونو او لابراتوارونو لپاره د (۵) پنځه میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې بودیجې په اړه خبرې وشوې، چې له مخې به یې د ټولو دولتي پوهنتونونو کتابتونونه غني شي او په تحصیلي مرکزونو کې به د څېړنې ودې او پراختیا ته پاملرنه کېږي.
د یادونې ده، چې دا یوه دوامداره پروسه ده او پیل به یې د مرکزي پوهنتونونو څخه کېږي او دوامداره توګه به د هېواد د ټولو تحصیلي ادارو کتابتونونه غني شي.