د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د چین له سفیر سره وکتل

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د چین له سفیر سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو خواوو د بورسونو پر زیاتوالي، د دواړو هیوادونو د پوهنتونو تر منځ پر همکاریو، ګډو علمي څیړنو، بدخشان پوهنتون او د نورستان د لوړو زده کړو نوې جوړې شوې موسسې کې د ټوریزم ډيپارټمنټونو جوړولو، د بامیان د ټوریزم ډيپارټمنټ څخه د حمایت کولو او د دواړو هيوادونو د لوړو زده کړو وزارتونو ترمنځ د مرستو پر زیاتوالي بحث اوخبرې وکړې.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په دې لیدنه کې د چین هیواد له سفیر څخه وغوښتل، چې د افغانستان د پوهنتونو استادانو لپاره د خپلو کلنيو بورسونو ورکول زیات کړي.
همدا ډول پوهنمل عبدالتواب بالاکرزی د دواړو هیوادونو د پوهنتونو ترمنځ د علمي او څيړنيزو اړیکو د پراخوالي غوښتونکی شو، او د افغانستان د علمي ملي ډیټابیس د جوړولو مقدماتې طرحه یې د چین سفیر ته وسپارله.
د لوړو زده کړو علمي مرستیال او سرپرست وزیر په بیلابیلو برخو کې په ځانګړي ډول د هیواد د لوړو زده کړو وزارت په برخه کې د چین هیواد له مرستو څخه مننه وکړه او ویې ویل: "د چین جمهوریت د افغانستان له دولت سره تاریخي او پخوانۍ اړیکې لري او د افغانستان له خلکو سره د یاد هیواد علمي او اکاډیمیکې مرستې ښکاره او د قدر وړ دي."
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د لوړو زده کړو په پروګرامونو کې پرمختګ ته په اشارې سره وویل چې اړتیا ده تر څو د چین هیواد پوهنتونونه د افغانستان له پوهنتونو سره تر دې زیات علمي او اکاډیمیک توأمیت ولري.
نوموړي د هیواد د ولایتونو د اهمیت په باره کې معلومات ورکړل او ویې ویل: "د افغانستان ډیری ولایتونه لرغوني او ټوریسټي ځایونه لري او موږ خپلو ولایتي پوهنتونو کې د ټوریسټي څانګو د ډیپارټمنټونو د جوړولو غوښتونکي یو او د دوست هیواد چین څخه غواړو چې په دې لاره کې لوړو زده کړو وزارت سره مرسته وکړي."
افغانستان لپاره د چین سفیر وانگ یو د لوړو زده کړو وزیر د وړانديزونو په منلو سره وویل چې دغه غوښتنې به د خپل متبوع دولت مسوولينو ته ورسوي.
نوموړي د دواړو هیوادونو اړیکې تاریخي، نیکې او په ارزښتونو او ګډو ګټو ولاړې وبللې او ویې ویل چې موږ د دواړو هیوادونو ترمنځ د علمي او اکاډمیکو مرستو د زیاتوالي غوښتونکي یو.