د لوړوزده کړو وزارت د بهرنیو اړیکو او د بورسونو د تنظیم ریاست خبرتیا

مجهول (لم يتم التحقق)

په دې توګه د لیسانس ، ماسټرۍ او دوکتورا هغو غوښتونکو ته چې د انګلیسي آزموینه یې د لیندۍ په ۲۹مه په بریالیتوب سره سر ته رسولې وي خبر ورکول کیږي چې د ډسمبر له ۲۹ څخه دمخه لاندې چارې ترسره کړي:

. a د لاندې ادرس له لارې د ICCR بورسونو په آنلاین پورټال کې نوم لیکنه کول

: www.a2ascholarships.iccr.gov.in

نوماندان اړ دي چې د افغانستان د بورسونو د مدیریت سیسټم کېد لاندينيو مواردو په ګډون ټول اړین فورمونه ډک کړي:

1. د نوماندۍ فورمه

. 2 تعهد نامه

. 3 تضمین خط (د دوو نږدي خپلوانو څخه)

. 4د روغتیا فورمه (چې د اعتبار وړ روغتیایې مرکز څخه بشپړه شوې وي)

.5 د ښوونځي شهادتنامه

. 6 د نمراتو ټرانسکریپټ (د زده کړې پخوانۍ کچه)

7. ډیپلوم (د زده کړې پخوانۍ کچه)

8. د هندوستان (ICCR) پورټال سایټ له لارې د بورسونو غوښتنلیک

پورته یاد شوي اسناد دې د بورسونو د مدیریت سیسټم له لارې لوړو زده کړو وزارت ته ولیږدول شي، او په ورته وخت کې دې خپل ټول اصلي اسناد د ICCR بورسونو ورکونکي هیواد د آنلاین غوښتنلیک فورم پرینټ کولو په ګډون د لوړو زده کړو وزارت ۲۱ او ۲۲مه شمیرې غرفې ته وسپاري.

د افغانستان د بورسونو د مدیریت سیسټم د کارولو څرنګوالي زده کولو لپاره، تاسو کولی شئ د سیسټم کارونې لارښود ویډیو چې لینک یې د بورسونو مدیریت سیسټم کې موجود دی وګورئ.

ښاغلي نوماندان کولی شي چې د بورسونو ورکونکي هیواد په ویب سایټ کې د نوم ثبتولو د څرنګوالي د نورو معلوماتو لپاره دې ددې خبرتیا ضمیمه مطالعه کړي.

ټول نوماندان اړ دي ځان په دې ډاډه کړي چې په فورمو کې چمتو شوي معلومات سم دي.

که چیرې د نوم ، لقب ، د پلار نوم ، د پاسپورټ شمیره، د پیژند پاڼې شمیره، د زیږیدلو کال، دفراغت کال، د خپلوانو معلومات او نور معلومات د اسنادو د پروسې په جریان کې ودریږي، د شکایت کولو حق نلري او د ورکړل شويو معلوماتو د سمولو لپاره به هیڅ فرصت ور نکړی شي .

ټول ښاغلي نوماندان اړ دي، چې پورته ټول اجراآت د ۲۰۱۹ ډسمبر له ۲۹مه، ۱۵:۳۰ بجو څخه د مخه بشپړ کړي. ټینګار کیږي چې ټول غوښتونکي سیسټمونو ته اپلای او خپل ټول اصلي اسناد د لوړو زده کړو وزارت ۲۱ او ۲۲ شمیرې غرفې ته وسپاري.

د یادونې وړ ده په هغه صورت کې چې  نوماندانو د سفارت  په آزموینه  کې بریالې شي ، وروسته اړینه ده چې د sms.mohe.gov.af   سایټ له لاري د اړتیا وړ سندونه په هغه کې اپلوډ او نوم لیکنه وکړئ.

د بورسونو د ضمایمو د تر لاسه کولو لپاره په لاندي لینک باندي کلیک وکړئ.