د جهان خصوصي لوړو زده کړومؤسسې علمي کادري بستونو خبرتیا!

Closing Date
جهان خصوصي لوړو زده کړومؤسسې لومړي ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۴۴ هـ ق کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د شرعیاتو پوهنځی:
فقه اوقانون ډیپارتمنت (۴) بسته (۳) نارینه او (۱) ښځينه استادانو لپاره.
د کمپیوټرساینس پوهنځی:
نېټورک ډیپارتمنت (۴) بسته نارینه استادانو لپاره.
دیټابیس ډیپارتمنت (۴) بسته نارینه استادانو لپاره.
داوطلبان کولای شي، چې د ۱۹/۳/۱۴۴۴ څخه تر ۱۹/۴/۱۴۴۴هـ ق نېټې پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده مؤسسې ته وسپاري.