د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له لوري په میوند تدریسي روغتون کې د یوه باب مسجد د جوړلو ډبره کېښودل شوه.

په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني وویل چې د مسجد جوړل او خدمت کول یې تر ټولو غوره عمل او عبادت دی. نوموړي له هغو ملي سوداګرو، چې د یاد مسجد مالي لګښت یې پر غاړه اخیستی و، د مننې تر څنګ یې پر نورو ملي سوداګرو غږ وکړ چې د هېواد د تحصیلي ډګر په پرمختګ کې ونډه واخلي.
همدارنګه د میوند تدریسي روغتون مسؤلینو وویل چې پخوا په دغه روغتون کې د مسجد د نه شتون له امله له ستونزو سره مخ وو او د دې مسجد په جوړولو سره به زموږ دغه ستونزه حل شي.
د یادولو وړ ده چې یاد مسجد د ۱۰میلیونه افغانیو په لګښت په دوو پوړونو کې جوړیږي، چې په یوه وخت کې د ۳۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري او د اوداسه ټولې اسانتیاوې لري.