د کابل مرکزي دولتي پوهنتونونو د تضمین کیفیت آمرینو او مسؤلینو ته د مسلکي بیا کتنې او تضمین کیفیت معیارونو چوکاټ د تشریح کولو ورکشاپ پیل شو.

یاد ورکشاپ د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت ریاست له لورې د کابل مرکزي دولتي پوهنتونونو د تضمین کیفیت آمرینو او مسؤلینو ته د مسلکي بیا کتنې او تضمین کیفیت معیارونو د چوکاټ د تشریح په اړه نن پیل شو، چې څلور ورځې به دوام وکړي.
د ورکشاپ پرانیستې وینا پر مهال د یاد وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکوونې رئیس استاد شاکر وحیدي د ورکشاپ ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د دغې څلور ورځني ورکشاپ اهدافو د بیان ترڅنګ له ګډونوالو غوښتنه وکړه، چې ورکشاپ کې تشریح کېدونکو موضوعاتو په اړه ځان پوه کړي او په راتلونکي کې عملي کولو لپاره کار وکړي.
په دغه ورکشاپ کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو سرپرست معین شیخ ظاهر خان خادم د دا ډول پروګرامونو په ترسره کېدو خوښي څرګنده کړه، چې د کیمیت پر ځای پکې مسؤلینو ته د کیفیت په اړه لارښوونې کېږي.
هغه د لوړو زده کړو په سیستم کې د کیفیت په وده او پراختیا خبرې وکړې او د علمي نظام معیاري کېدل یې د وخت له مهمو اړتیاوو څخه یاد کړل. د محصلانو چارو سرپرست معین همداراز زیاته کړه: «تضمین کیفیت یو نړیوال پروګرام دی او په دغو معیارونو ځان برابرول او د کیفیت ښه والي سره کولی شو تحصیلي بنسټونه په نړيوال سیستم برابر کړو».
د یادونې ده، چې یاد ورکشاپ د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکوونې ریاست د دوه ټرینر استادانو ( پوهنمل محمد امین امین او پوهنوال دوکتور خال محمد احمدزی) لخوا پرمخ وړل کېږي، چې نن ورځ د استاد محمد امین امین له لورې ګډوانوالو ته د بیا کتنې او اعتبار ورکوونې پروسې او دې پورې تړلو موضوعاتو په اړه بحث وشو.
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۴/۴/۲۵هـ.ق ۱۴۰۱/۸/۲۹هـ.ش ۲۰۲۲/۱۱/۲۰ ز
د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر