د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو سرپرست معین شیخ ظاهر خان خادم او ورسره مل پلاوي د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د خزاني سمستر د ازموینې له بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه.

ameen_admin
أربعاء, نوفمبر 23 2022 10:28 صباحا
shkjhfskj

د یادې لیدنې پر مهال د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو سرپرست معین، په داسې حال کې چې د دولتي محصلانو چارو رئیس استاد حامد یعقوبي او د محصلانو چارو سلاکار پوهنوال احمد ضیا یوسفزي یې هم ملتیا کوله، د ازموینو جریان له نیږدې وڅاره. 

د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو سرپرست معین د محصلینو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل، هغوی یې خپلو درسونو ته متوجه کړل او ترې ویې غوښتل چې په خپلو درسونو کې پوره هڅې وکړي، تر څو په طبي ډګر کې هېواد له سیمې او نړۍ سره سیال کړي. دغه راز نوموړي هغوی ته په تحصیلي ډګر کې د ستونزو د حل او د ازموینو د روڼتیا په اړه ډاډ ورکړ. 

د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو سرپرست معین شیخ ظاهر خان خادم د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) له مسؤلینو سره په ناسته کې د دغه پوهنتون او تدریسي روغتونو پر ستونزو د خبرو تر څنګ، د محصلینو پر عملي زده کړو ټينګار وکړ او د دغه پوهنتنون د مسؤلینو په حضور کې یې د ازموینو له کمېټې څخه لیدنه وکړه.  

همدارنګه د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) رئیس پوهنیار ډاکټر فضل الرحمن رحماني په یاده لیدنه کې د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) او د ازموینې د پروسې د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او د دغه پوهنتون اړتیاوې او وړاندیزونه یې ورسره شریک کړل.

Latest news

اثنين, أبريل 14 2025 10:28 صباحا
Background image

القى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابا لموظفي الوزارة حول المرسوم الجديد الصادر بشأن التقاليد غير المناسبة، وكذلك منزلة الأمير

وجه معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، كلمة في القاعة العامة للوزارة إلى رؤساء وأمراء ومديري وموظفي وزارة التعليم العالي، حيث تناول المرسوم الجديد الصادر عن. . .

ثلاثاء, أبريل 08 2025 7:22 صباحا
Background image

تمت الموافقة على تخصيص 90 مليون أفغاني لبناء مبنى سكني للطلاب في مؤسسة بنجشیر للتعليم العالي 

 

بناء على شفقة خاصة من قبل إمارة أفغانستان الإسلامية، تم تخصيص 90 مليون أفغاني في السنة المالية 1404 هـ.ش لبناء مبنى سكني للطلاب في مؤسسة التعليم العالي بولاية بنجشير.

المبنى الجديد. . .

BACK TO NEWS