د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر پر دوام د بدخشان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي تدریسي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارله.

nasir_admin
سبت, نوفمبر 26 2022 11:18 صباحا
sserhwehvvvvvvvvvvvvcv

د بدخشان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي یاده ودانۍ، چې د لوړو زده کړو وزارت عادي بودیجې څخه د دوه میلیونه او دوه سوه زره افعانیو په لګښت بیا رغول شوې وه، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه له خوا په داسې حال کې، چې د ياد پوهنتون رهبري غړو، د بدخشان ولایت مرستيال والي، د ښار او کور جوړونې رئیس، د یاد ولایت مستوفي، استادانو او د ښوونې او روزنې پوهنځي زده کړیالانو هم شتون درلود ګټې اخیستنې وسپارل شوه.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د بدخشان پوهنتون عمومي اروزنې په موخه یاد ولایت ته سفر کړی و، چې د دغه څو ورځني سفر په ترڅ کې یې د نوموړي پوهنتون تحصیلي، اداري او د بیا رغونې چارې و ارزولې او همداراز یې بېلابېلې تدریسي ودانۍ او یو محراب مسجد ګټې اخیستنې ته وسپارل.
نېټه: شنبه
۱۴۴۴/۵/۲هـ.ق ۱۴۰۱/۹/۵هـ.ق ۲۰۲۲/۱۱/۲۶م
د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر

Latest news

اثنين, أبريل 14 2025 10:28 صباحا
Background image

القى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابا لموظفي الوزارة حول المرسوم الجديد الصادر بشأن التقاليد غير المناسبة، وكذلك منزلة الأمير

وجه معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، كلمة في القاعة العامة للوزارة إلى رؤساء وأمراء ومديري وموظفي وزارة التعليم العالي، حيث تناول المرسوم الجديد الصادر عن. . .

ثلاثاء, أبريل 08 2025 7:22 صباحا
Background image

تمت الموافقة على تخصيص 90 مليون أفغاني لبناء مبنى سكني للطلاب في مؤسسة بنجشیر للتعليم العالي 

 

بناء على شفقة خاصة من قبل إمارة أفغانستان الإسلامية، تم تخصيص 90 مليون أفغاني في السنة المالية 1404 هـ.ش لبناء مبنى سكني للطلاب في مؤسسة التعليم العالي بولاية بنجشير.

المبنى الجديد. . .

BACK TO NEWS