د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د شمال شرقي ولایتونو د تحصیلي بنسټونو د څارنې په موخه د خپل سفر په دوام کې له تخار پوهنتون څخه د لیدنې تر څنګ، د دغه پوهنتون مختلفې برخې یې وارزولې.

ameen_admin
اثنين, نوفمبر 28 2022 7:39 صباحا
fdgdfgd

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د تخار پوهنتون له مختلفو برخو د لیدنې تر څنګ، د دغه پوهنتون له رهبري پلاوي، استادانو، محصلینو او کارکوونکو سره په ناسته کې د یاد پوهنتون د ستونزو پر حل او پرمختګ خبرې وکړې. 
په یاده لیدنه کې د تخار پوهنتون رئیس قاري محمد بشیر مجاهد او د دغه پوهنتون یو شمېر نورو مسؤلینو تخار ولایت ته د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په ورتګ خوښي وښوده او په تخار پوهنتون کې یې د خپلو کاري پروګرامونو، موخو، فعالیتونو، لاسته راوړنو او اړتیاوو خبرې وکړې او د خپلې غوښتنې او وړاندیزونه یې د لوړو زده کړو وزارت له علمي معین سره شریکې کړې. 
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د ویناوالو او تخار پوهنتون د مسؤلینو د خبرو له اورېدو وروسته د یاد پوهنتون د اړتیاوو او وړاندیزونه په  اړه تفصیلي خبرې وکړې او ویې ویل چې ټولې اړتیاوې او وړاندیزونه به په لوړو زده کړو وزارت کې مطرح کړي او د اړتیاوو پوره کولو او وړاندیزونو د عملي کولو په برخه کې به هڅې وکړي. 
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه تخار ولایت ته د سفر په جریان کې د دغه ولایت له مرستیال والي سره وکتل او د تخار پوهنتون اړوند مسایلو یې خبرې ورسره وکړې. 

Latest news

أحد, يوليو 27 2025 10:54 صباحا
Background image

قدّم معالي وزير التعليم العالي توجيهات لازمة لرؤساء الرئاسات المركزية ومسؤولي الجامعات الحکومیة وذلک بهدف تعزيز وتقوية النظام التعليمي في البلاد

 

قدّم معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم، في قاعة مجلس قيادة الوزارة، توجيهات وتوصيات مهمة حول تعزيز النظام التعليمي في البلاد وإجراء الإصلاحات اللازمة في. . .

ثلاثاء, يوليو 15 2025 2:37 مساء
Background image

انعقدت جلسة لجنة الجامعات و المؤسسات الأهلیة بوزارة التعلیم العالي

 

خلال هذه الجلسة، تحدث شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، وزیر التعلیم العالي حول نظام التعلیم العالي في المجالات المختلفة، وأکد أن إرساء النظام والتنسیق في قطاع التعلیم العالي یُعد من. . .

BACK TO NEWS