د فاریاب پوهنتون علمي کادري بستونو خبرتیا !

Closing Date
فاریاب پوهنتون لومړي ځل لپاره لاندې څانګو کې د ۱۴۴۴ هـ.ق کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د ښوونې او روزنې پوهنځۍ :
فزیک ډيپارټمنټ (۳) بسته.
کمپیوټر زده کړو ډيپارټمنټ (۲) بسته.
د اقتصاد پوهنځی :
اداره او منجمنت ( BBA) ډيپارټمنټ (۱) بست.
مالي او بانکدارۍ ډيپارټمنټ (۱) بست.
د انجنیري پوهنځی :
مهندسي ډيپارټمنټ (۱) بست.
د کمپیوترساینس پوهنځۍ :
معلوماتي سیسټمونه ډيپارټمنټ (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې د ۱۵/۱۲/۱۴۴۴ هـ.ق څخه تر ۱۵/۱ /۱۴۴۵هـ.ق پورې یاد علمي کادري بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دي د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.