د قرارداد د ورکونې تصمیم نیونې خبرتیا!
داوطلبۍ شمېره: MOHE/1402/NCB/G-24
په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د پنځه لاټونو په ګډون د پکتيا، پنجشير، غور، فاریاب او سیدجمال الدين افغان تحصيلي بنسټونو لپاره د کمپيوټر جوړولو پروژې قرارداد د انجنير احمدشاه زلمي لوژيستيکي خدمتونو شرکت ته، چې د جواز نمبر یې (74284) دی او د وردګ ولایت، د میدان ښار مرکز کې موقعیت لري، اول لاټ د پکتيا په (3,665,645) درې میليونه او شپږسوه پنځ شپېته زره او شپږ سوه پنځه څلويښت افغانۍ. دويم لاټ د پنجشير په (3,602,984.5 ) درې ميليونه شپږسوه دوه زره نهه سوه څلوراتیا اعشاريه پنځه افغانۍ. درېيم لاټ د غور په (3,916,287.50) درې ميليونه او نهه سوه شپاړس زره دوه سوه اوه اتیا اعشاريه پنځوس افغانۍ. څلورم لاټ د فاریاب په (3,822,296.60 ) درې ميليونه اته سوه دوه ويشت او دوه سوه شپږ نوي اعشاريه شپېته افغانۍ او پنځم لاټ د کنړ سيدجمال الدين افغان په (3,696,975.40 ) درې ميليونه شپږسوه شپږنوي زره او نهه سوه پنځه اويا اعشاريه څلويښت افغانيو ورکړي.
په دې تړاو حقیقي او حکمي اشخاص که اعتراض لري، کولی شي خپل لیکلی اعتراض له دلایلو سره د اعلان د نشر نېټې څخه تر اوو (۷) کاري ورځو پورې، د تدارکاتو د ۵۰ مې مادې مطابق، د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته چې څلورمه کارته د کابل پوهنتون څنګ کې واقع دی، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون یا قرارد معنی نه لري، د پورته ذکر شویو وختونو تر بشپړیدو پورې او د بعدي قانوني مراحلو طی کولو پورې قرارد نه ترسره کېږي.