د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د لوګر لوړو زده کړو مؤسسې په علمي شورا کې د ګډون تر څنګ، د دغه تحصیلي بنسټ له بېلا بېلو برخو څخه لیدنه وکړه. 

ameen_admin
ثلاثاء, يناير 02 2024 4:28 صباحا
ksdfjksdkjfds


د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب لوګر ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د لوګر لوړو زده کړو مؤسسې په علمي شورا کې د دغې مؤسسې د مسؤلینو او استادانو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل. 
نوموړي په یاده شورا کې د استادانو پر ظرفیت لوړونه ټينګار وکړ او له مؤسسې څخه پوهنتون ته د ارتقاء په برخه کې یې د لوګر لوړو زده کړو مؤسسې د مشرتابه او استادانو هڅې وستایلې او د شرایطو په پوره کولو سره د دې علمي ارتقاع د همکارۍ ژمنه ورسره وکړه. 
دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یادې مؤسسې د مسجد، داخلي سړکونو، حوېلۍ اوارولو، غونډو تالار، کتابتون، څېړنو مرکز او خوړنځای جوړولو او همدا راز لابراتوار د تجهیز په برخه کې د اړتیاوو پوره کولو او ستونزو د حل ډاډ ورکړ او مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه چې پر عاجلو اړتیاوو کار پیل کړي. 
همدارنګه سرپرست وزیر د لوګر لوړو زده کړو مؤسسې له مختلفو برخو څخه لیدنه وکړه او د زیربنایي کارونو اړوند یې مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې. 
د یادونې وړ ده چې لوګر د لوړو زده کړو مؤسسه اوسمهال د کرنې، تعلیم او تربیې، جیولوژي معدن او شرعیاتو په برخو کې څلور پوهنځی لري او هر کال د ټولنې د خدمت لپاره سلګونه مسلکي کسان روزي. 
هېره دې نه وي چې د لوګر لوړو زده کړو مؤسسې مشرتابه د دغې مؤسسې د علمي مجلې لومړنۍ چاپ شوې ګڼه، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ته ډالۍ کړه. 

Latest news

أحد, أغسطس 17 2025 10:15 صباحا
Background image

شارك وزير التعليم العالي في حفل تخرّج ۶۲۰ طالبًا من جامعة باميان، حيث قام بافتتاح عدد من المشاريع في الجامعة ذاتها.

خلال زيارته الرسمية إلى ولاية باميان، شارك شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، وزير التعليم العالي، في مراسم تخرّج طلبة جامعة باميان. وخاطب الخريجين قائلا: عليكم أن تكتسبوا التخصص في. . .

أحد, يوليو 27 2025 10:54 صباحا
Background image

قدّم معالي وزير التعليم العالي توجيهات لازمة لرؤساء الرئاسات المركزية ومسؤولي الجامعات الحکومیة وذلک بهدف تعزيز وتقوية النظام التعليمي في البلاد

 

قدّم معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم، في قاعة مجلس قيادة الوزارة، توجيهات وتوصيات مهمة حول تعزيز النظام التعليمي في البلاد وإجراء الإصلاحات اللازمة في. . .

ثلاثاء, يوليو 15 2025 2:37 مساء
Background image

انعقدت جلسة لجنة الجامعات و المؤسسات الأهلیة بوزارة التعلیم العالي

 

خلال هذه الجلسة، تحدث شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، وزیر التعلیم العالي حول نظام التعلیم العالي في المجالات المختلفة، وأکد أن إرساء النظام والتنسیق في قطاع التعلیم العالي یُعد من. . .

BACK TO NEWS