په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د علمي پروګرامونو په اړه د علمي سروې او نظر شریکونې سیمینار جوړ شو.

ameen_admin
أحد, يناير 14 2024 5:17 صباحا
kjshczxjkckjxz


په یاد ورکشاپ کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه پلاوي، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د سکتوري وزارتونو استازو او استادانو ګډون کړی و. 
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه وویل چې د سکتوري وزارتونو سره د اړیکو ټینګول او د هېواد د پرمختګ لپاره د علمي پروګرامونو په جوړولو کې له نویو طرحو او نوښتونو څخه ګټه اخیستل اړین دي. 
نوموړي د کابل پولي تخنیک پوهنتون دغه کار بې ساری ګام او لویه لاسته راوړنه وبلله او د پوهنتون مسؤلینو ته یې په دې برخه کې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ. 
همدا راز د سکتوري وزارتونو په استازیتوب د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو چارو د تنظیم رئیس انجنیر محمد نعمان نثار د سکتوري ادارو او تخنیکي پوهنتونونو تر منځ پر ګډو همکاریو د ټینګار تر څنګ، وویل چې د محصلینو درسي مواد او لابراتوارونه باید تجهیز او معیاري شي.  
په پای کې د سیمینار ګډونوال د نظر اخیستلو په موخه په اتو کاري ګروپونو ووېشل شول او په ازاد او شفاف ډول یې په فورمونو کې خپلې تبصرې او نظرونه شریک کړل.

Latest news

أحد, يوليو 27 2025 10:54 صباحا
Background image

قدّم معالي وزير التعليم العالي توجيهات لازمة لرؤساء الرئاسات المركزية ومسؤولي الجامعات الحکومیة وذلک بهدف تعزيز وتقوية النظام التعليمي في البلاد

 

قدّم معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم، في قاعة مجلس قيادة الوزارة، توجيهات وتوصيات مهمة حول تعزيز النظام التعليمي في البلاد وإجراء الإصلاحات اللازمة في. . .

ثلاثاء, يوليو 15 2025 2:37 مساء
Background image

انعقدت جلسة لجنة الجامعات و المؤسسات الأهلیة بوزارة التعلیم العالي

 

خلال هذه الجلسة، تحدث شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، وزیر التعلیم العالي حول نظام التعلیم العالي في المجالات المختلفة، وأکد أن إرساء النظام والتنسیق في قطاع التعلیم العالي یُعد من. . .

BACK TO NEWS