د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا

baqir_admin
ل

په هېواد کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو د زیاتوالي او د دغه ویروس د خپرېدو مخنیوي په موخه د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې له مخې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د تحصیلي او تعلیمي مرکزونو د دوو اونیو رخصتۍ په تړاو د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه پلاوي روان کال د غبرګولي ۸مې په غونډه کې پرېکړه وکړه چې د عامې روغتیا وزارت تصمیم پر بنسټ او د وقایوي تدابیرو تطبیق په موخه په کابل، غزني، هلمند، کندهار، لوګر، ننګرهار، پکتیا، پروان، وردګ، پنجشېر، بلخ، لغمان، بدخشان، کاپیسا، کندز او نیمروز ولایتونو کې ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې له ننه (د غبرګولي ۸مه) د دوو اونیو لپاره رخصت دي.

د لوړو زده کړو وزارت اړوند ټولو ادارو او دویمو واحدونو (پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو) ته هدایت ورکول کېږي چې د عامې روغتیا وزارت له لارښوونو سره سم د کرونا ویروس وقایوي اصول مراعات کړي.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements