د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا

baqir_admin
ل

په هېواد کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو د زیاتوالي او د دغه ویروس د خپرېدو مخنیوي په موخه د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې له مخې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د تحصیلي او تعلیمي مرکزونو د دوو اونیو رخصتۍ په تړاو د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه پلاوي روان کال د غبرګولي ۸مې په غونډه کې پرېکړه وکړه چې د عامې روغتیا وزارت تصمیم پر بنسټ او د وقایوي تدابیرو تطبیق په موخه په کابل، غزني، هلمند، کندهار، لوګر، ننګرهار، پکتیا، پروان، وردګ، پنجشېر، بلخ، لغمان، بدخشان، کاپیسا، کندز او نیمروز ولایتونو کې ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې له ننه (د غبرګولي ۸مه) د دوو اونیو لپاره رخصت دي.

د لوړو زده کړو وزارت اړوند ټولو ادارو او دویمو واحدونو (پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو) ته هدایت ورکول کېږي چې د عامې روغتیا وزارت له لارښوونو سره سم د کرونا ویروس وقایوي اصول مراعات کړي.

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۴ - ۱۲:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت خبرتيا

د هېواد د ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو محصلینو د پام وړ!

د لوړو زده کړو وزارت د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ د هېواد په ټولو دولتي او خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو . . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۳ - ۷:۱۷
Background image

د هېواد په دولتي او خصوصي لوړو زده کړو بنسـټونو کې د حضوري زده کړو په اړه د لوړو زده کړو وزارت اعلامیه!

د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه شورا ناسته، د مشرتابه شورا پلاوي، د وزارت مرکزي ادارو رییسانو، د دولتي پوهنتونونو رییسانو او د خصوصي لوړو زده کړو موسسو او پوهنتونونو د اتحادیې رییس په ګډون . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۱:۳۹
Background image

د لېسانس په کچه د قزاقستان هېواد د تحصیلي بورس د ازموینې خبرتیا

د مخکنۍ خبرتیا په تعقیب سره لیکل کېږي چې د قزاقستان هېواد «د سېول انجنیرۍ، جیولوجي، کرنې او اقتصاد» په برخه کې د ۱۶ تحصیلي بورسونو خبر ورکړی دی. یاد بورسونه د لوړو زده کړو وزارت عالي . . .

Back to announcements