د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ولسي جرګې د لوړو زده کړو کمیسيون له غړو سره ولیدل
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ولسي جرګې د ديني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زده کړو کمیسيون له غړو سره په لیدنه کې د دې وزارت په پروګرامونو خبرې وکړې.
پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال په داسې حال کې چې د محصلانو چارو معین، د دې وزارت یو شمېر رئیسان او د آزموینو ملي ادارې رئیس هم موجود وو، د لوړو زده کړو وزارت د وروستيو پروګرامونو او کړنو په اړه معلومات ورکړل او له یاد کمیسیون څخه يې د دې وزارت د قوانينو، مقرراتو، لوایحو او کړنلارو په پلي کولو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ولسي جرګې د ديني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زده کړو کميسیون غړو په دې تړاو د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او د مرکز او ولایاتو دشپې پوهنتونو د محصلانو يو شمېر وړانديزونه او غوښتنې يې شريکې کړې، چې د لوړو زده کړو وزیر لخوا د قانون او مقرراتو په رڼا کې معلومات ورکړل شول او تر څنګ يې ژمنه وشوه چې دا ډول ستونزو ته به له قانوني لارو رسیده ګي وشي.